د لاس رسي وړ اتصالات

دکابل مظاهرې کې ۱۷پولیس او ۷ مظاهره چیان ژوبل شول


د کابل پولیس چارواکي وايي په کابل کې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخ و ډب کې ۱۷ پولیس او ۷ لاریون کوونکي ټپيان شول.

د کابل ښار په ختیځ کې د کابل جلال آباد پر لویه لار نن سهار سلګونو کسانو د شارلي ابدو د مجلې لخوا د اسلام پیغمبر (ص) ته د منسوب شوي کارتون د خپرولو په خلاف لاریون وکړ چې په تاوتریخوالي بدله شوه.

د کابل د امنیې قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمي امریکا غږ ته وویل چې دغه لاریون د کابل په هودخیلو سیمه کې پيل شو او د لاریون کوونکو په منځ کې وسله والو کسانو هم شتون درلود او ډزې یې کولې، چې د پولیسو له غبرګون سره مخ شول.

جنرال رحیمي زیاته کړه چې لاریون کوونکو د لرګیو او کاڼو په واسطه هم پر پولیسو برید وکړ، چې په ترڅ کې ۷ لاریون کوونکي او ۱۷ پولیس ټپيان شوي دي.

هغه وویل "شپږ تنه د ایمرجنسۍ په روغتون کې بستر دي، څلور تنه مو نیولي دي او تحقیقات ترې روان دي."

د جنرال رحیمي پر وینا، لاریون کوونکو غوښتل د کابل ګمرک ته دننه شي او په سیمه کې د خلکو شخصي شتمنیو او هټیو ته زیان ورسوي، چې پولیسو یې مخه ونیوله.

د کابل د امنیې قومندان پر وینا د لاریون تنظیموونکو د لاریون د اصولو په خلاف عمل کړی او وار له مخه یې هغوی ته د لاریون د ترسره کولو په باب خبر نه وو ورکړی.

له دې مخکې ځینو سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی وو چې په دې پېښه کې دوه تنه لاریون کوونکي وژل شوي خو د کابل د امنیې قوماندان د چا د وژنې خبر تائید نه کړ.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې هم د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د شارلي ابدو د مجلې لخوا د اسلام پيغمبر (ص) ته منسوب شوي کاریکاتور د خپرولو په خلاف لاریونونه وشول.

د شارلي اېبډو مجلې له هغې ورسته دغه کاریکاتور خپاره کړل چې وسله والو کسانو یې پر دفتر برید وکړ او څه باندې لس تنه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG