د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د برتانیا د سفارت په موټر ځانمرګی برید شوی


په کابل کې د ځانمرګي برید وروسته د پیښې ځای
په کابل کې د ځانمرګي برید وروسته د پیښې ځای

دکورنیو چارو وزارت وایي نن سهار لس نیمې بجې د کابل - جلال اباد په لویه لاره د نهمې حوزې اړوند د قلعه وزیر په سیمه کې په بریتانوي اتباعو ځانمرګی شوی او د یو بهرني په ګډون پنځه تنه په پیښه کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، چې پدغه ځانمرګي برید کې د برېتانیا یو تبعه له څلورو ملکي وګړو سره وژل شوي او د څلورو ماشومانو په ګډون دري دېرش تنه ټپي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ځانمرګي بريدګر د کرولا ډوله موټر په چولو سره چې چاویدونکي مواد په کې ځای شوي وو د بهرنیو اتباعو په فورنر موټر ځانمرگی برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت همدومره ویلي دي چې پدغه ځانمرګي برید کې یو برېتانوی تبعه وژل شوی، خو دا ندي ویل شوي دغه بهرني تبعه په افغانستان کې څه ماموریت درلود.

په ورته وخت کې د برېتانیا سفارت هم خبریالانو سره په خبرو کې دا تائید کړې چې دا ځانمرګی برید په کابل کې د دغه د سفارت په موټر شوی دی.

ددې دمخه د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي امریکا غږ ته د بهرنیانو د موټر مخې ته دا برید تائید کړی وو.

د عامي روغتیا وزارت وایي چې په دغه برید کې، لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي چې ټول ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی او د هغوی یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې په دغه برید کې په زیات شمیر د بهرنیانو د وژلو ادعا کړ ې ده چې افغان امنیتي ادارو تائید کړې نه ده.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

د اجرائیه ریاست د رسنیو د دفتر نه یو خپور شوی بیان وایي چې د پردیو لپاره کارکوونکو کړیو او کسانو په نني برید سره یو ځل بیا خپل بدرنګه څیره او بد نیت، چي د افغانستان د خلکو په مقابل کي یې لري، یو ځل بیا افغانانو او نړۍ ته وښووله.

دابیان وایي دوی په دغه برید سره یو ځل بیا روښانه کړه، چي د افغانستان د خلکو په مقابل کي له هیڅ راز منفي فعالیت څخه مخ نه ګرځوي او تل په دې هڅه کي دي، چي د عامو خلکو په هدف ګرځولو سره د هغوی په منځ کي ویره خپره کړي.

دا په روانه میاشت کې د کابل جلال اباد په لویه لاره دریم ځانمرګی برید دي چې په کې بهرنيان په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG