خبرونه

په کابل کې د ځوانانو لویه غونډه وشوه

په کابل کې د ځوانانو لویه غونډه وشوه
په کابل کې د ځوانانو لویه غونډه وشوه

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ځوانانو د عالي شورا په دوهمې کلنۍ غونډه کې چې نن په کابل کې وشوه، د دوی نه وغوښتل چې زده کړې ته ملا وتړي. 

په دې ناسته کې د کابینی ځینې غړو، د ولسي جرګې مشر، د سولې د عالي شورا رئیس او یو شمیر ځوانانو ګډون کړی و.

ولسمشر کرزي د افغان ځوانانو د وړتیاو ستاینه وکړه خو زیاته یې کړه چې اوس هم افغانستان د نورو ملکونو مرستې ته اړ دی.

ښاغلی کرزی د افغانستان د بریا یوازنۍ لار، د علم او پوهې د کچې په لوړولو کې ګڼي او وایي اوس هم داسې ځوانان شته چې پر خپل راتلونکي باندې د نه اعتبار له کبله نورو بهرنیو ملکونو ته د تګ دپاره هڅې کوي.

په افغانستان کې دا وخت د ټول نفوس ۶۵ فیصده ځوانان دي. ښاغلی کرزی په دې باور دی چی د ځوانانو بې تعلیمه پاتې کیدل دا وېره را منځته کوي چې هیواد یې د هرې خوا تر برید لاندې راشي.

خو د ځوانانو سره یې  دا اندیښنه هم شریکه کړه چې نن سبا افغان خوانان په هیواد کې د خپل مطمینه او ډاډه راتلونکي په باب باوري ندي له همدې امله ډیری ځوانان ددې پر خای چې د هیواد د ښه راتلونکي په باب فکر وکړي د ستونزو نه اوږې سپکوي او د بهر نیو هیوادونو لاره خپلوي.

په همدی حال کې د ولسي جرګې رییس رووف ابراهیمی هم ژمنه کوي چې د ځوانانو ستونزې به په پارلمان کې څیړي او هغه ته به د حل لارې مومي.

اجمل داور چې د هلمند ولایت د ځوانانو د شورا غړی دی وایي د یوه کال په تیریدو یې شورا ډیرې لاس ته راوړنې درلودې.

د افغانستان د ځوانانو عالی شورا د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې جوړه ده او نن سبا په نږدې تولو ولایتو کې ۲۴۰ زره غړي لري.

دا شورا یو کال د مخه جوړو شوه او استازي یې دولت نه غواړي چې د ځوانانو د تعلیم په لار کې عملي ګامونه اوچت کړي. د ولایتو ځوانانو ته هم په تحصیلي بورسونو کې برخه ورکړي.

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
ستاسو تبصرې
     
دلته تراوسه پورې چانظرنه دی ورکړی .تاسودلومړني نظرورکوونکي په توګه رامخکې شۍ
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتونi
|| 0:00:00
...  
🔇
X
06.12.1393 17:59
د امریکا د دفاع نوي وزیر په کابل کې دا څرگنده کړه چې جمهور رئیس بارک اوباما ورته هدایت ورکړې چې د افغانستان وضعیت له نژدې و ارزوي او خپله وروستی پریکړه ورسره شریکه کړي چې په افغانستان کې د اوږدې مودې دپاره د امریکا کامیاب ماموریت ته دوام ورکړل شي. رپوټ:
ویډیو

ویډیو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون

د امریکا د دفاع نوي وزیر په کابل کې دا څرگنده کړه چې جمهور رئیس بارک اوباما ورته هدایت ورکړې چې د افغانستان وضعیت له نژدې و ارزوي او خپله وروستی پریکړه ورسره شریکه کړي چې په افغانستان کې د اوږدې مودې دپاره د امریکا کامیاب ماموریت ته دوام ورکړل شي. رپوټ:
ویډیو

ویډیو د داعش په وړاندې نړیوال غبرگون

د داعش د مذهبي بنسټپالې ډلې په وړاندې د امریکا او د متحدینو له خوا د جگړې تیاری او د یوې احتمالي نوې ستراتیژۍ د جوړولو په هکله په ویلسن څیړنیز مرکز کې جگپوړې څیړونکې، مرینه آته وې، څرگندونې لري.
ویډیو

ویډیو په ورزشي ادارو کې فساد او د لوبغاړو ناهیلي

د تکواندو د ملي لوبډلې د یو شمیر لوبغاړو او د دغه فدارسیون د چارواکو ترمنځ ستونزې دومره زیاتې شوې چې د لوبغاړو پر روحیئ یې منفي اغیزه کړې ده. ځیني لوبغاړي وایي په ورزشي ادارو کې د فساد له کبله نه غواړي چې نور ورزش ته دوام ورکړي. پوره جزییات د وحید الله فیضي ساپي په رپوټ کې وگورئ.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
X
07.12.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.