د لاس رسي وړ اتصالات

یمنیان د سعودي غونډې ته زیات هیله مند دي


په یمن کې شعیه یاغیانو د حکومت په خلاف وسلې اخیستي
په یمن کې شعیه یاغیانو د حکومت په خلاف وسلې اخیستي

په داسی حال کې چې د بهرنیو چارووزیر جان کیری سعودی عربستان ته روان دی خو ځینی یمنیان هیله لری چې په ریآض کی غونډه به د مرستو په رسولو کې د هغوي په ګټه وي.‌

د مارچ د میاشتې نه راپدیخوا چې سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو په خلاف هوايي بمباري پیل کړې، د ترور په زیاتیدو سره هم د بشری مرستو په رسولو کی پوره کموالی راغلی دی. د مرستو د رسولو کارکونکي وايي، ځینې خواړه خلکو ته نه رسیږی ځکه چې تیل نه پیدا کیږی.

څارونکي وايي، "توقع ده چې د امریکا دبهرینو چارو وزیر جان کیري به د سعودی عربستان چارواکی قانع کړي چې په یمن کې په نظامي بری لږ ټینگار وکړي او زیات ټینگار د بشري ستونزو په کمولو باندې وکړي."

جیورجیوکافیرو چې د خلیج د دولت د څارونکو د مؤسسی یو له مؤسسانونه دی وایي

"واشنگټن غواړي چې دغلته اوربند وشي او له نړیوالې ټولنی نه پراخه مرستې ور ورسیږي او په یمن کې بیلابیلې ډلې ووینې چې د مدور میزشاته ناستی دی چې ددغه جنجال د حل په باره کې خبرې کوي."

د سعودی عربستان پاد شاه پرون د سه شنبی په ورځ پلانونه اعلان کړل چې په ریآض کی دی د بشری مرستود همکاری لپاره یو مرکزپرانستل شی او نظامی حملو خپل هدفونه لاس ته راوړی،پدی باره کی نور تفصیلات ورنکړل.

مگر سعودی عربستان او متحدین يي وايي،دوی پتیلی ده چې د هغی پوری جنگ ته دوام ورکوی چې حوثیانو ماتی نه وی خوړلي. دغه سنی هیواد د حوثي شعیه یاغیانو په باره کې داسې فکرکوي چې د یمن په زیاته برخه يي قبضه کړیده په داسی حال کې چې د دوی په جنوبی سرحد کې د شغیه ایران د قدرت د زیاتیدولپاره د دریم پوځ په حیث جنگیږی.

او په داسی حال کی چې د لویدیځ سره د احتمالی اتمی موافقی په باره کی د ایران روابط ښه کیږی او کافیرو وايي،سعودی عربستان په غصه دی، توقع ده چې امریکايي ډیپلوماتان په دی هفته کې ددغی موضوع غم وخوری. کافیرو وايي: ٢

په اوس کی واشنگټن کوښښ کوی چې د ایران سره روابط ښه کړی په داس حال کې چې د سعودی عربستان سره هم نه غواړی چې په نتیجه کې خپل اتحاد خراب کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په یمن کې د ثبات د را وستلو په باره کې خبریاوږده لاره په مخکی لری او په هوايي حملو کې د ملکیانو د وژلو او په یمن کې د افراطی ډلو د ریاتولو په باره کې يي اندیښنه څرگنده کړه.

او په یمن کی حوثیان یوازی د سعودی پلوه حکومت په خلاف نه چنگیږی او بیلابیلی ډلی په یمن کی جنگیږی او کافیرو وايي،ښايي چې دا داسی یو جنگ وی چې سعودی عربستان يي ونه گټی.کافیرو وايي: ٣

پدی کی لوی خطر دی چې سعودی عربستان به په یمن کې را گیرشی. ډیر خلک یمن د ویتنام سره مقایسه کوی چې وايي، امریکا ورسره د نولسو شپیتو او نولسوه اویا په لسیزو کې مخامخ شوی وه . ددی احتمال نشته چې سعودی عربستان به په یمن کې قاطع بری لاس ته راوړی.

نور څارونکی بیا وايي، د سعودی عربستان په مشری هوايي حملو د حوثیانو د توپخانی ډزی بندی کړی دی او بالاخره به دوی دی ته مجبور شی چې جنگ بس کړی. عبدالعزیر ساگرجې په ریاض کی د خلیج د څیړنید مرکز رئیس دی، وايي : ۴

ترکومه حده پوری چې د نظامی بری پوری اړه لری، دا بری لاس ته راغلی دی . دا اوس د حوثیانو پوری ارتباط لری.

پدی هفته کی په سعودی عربستان کې د غوندونه وروسته د خلیج د هیوادونو مشران به په واشنگټن کې د جمهوررئیس براک اوباما سره مخکی لدی نه چې د روانی میاشتی په اخرکی په ریاض کی د یمن د سولی خبری پیل شی، غونډه وکړی.

XS
SM
MD
LG