د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جلغوزو بیې په بیساري ډول لوړې شوي


افغان سوداګر وايي تېرکال۵۱ کيلو ګرامه جلغوزي د ۳۰ او ۴۰ زرو کلدارو ترمنځ خرڅول کېدل، خو سږکال په شاوخوا ۷۰زره کلدارو خرڅیږي.
افغان سوداګر وايي تېرکال۵۱ کيلو ګرامه جلغوزي د ۳۰ او ۴۰ زرو کلدارو ترمنځ خرڅول کېدل، خو سږکال په شاوخوا ۷۰زره کلدارو خرڅیږي.

سلګونه نارينه او ښځينې په دې ورځو کې د خوست ښار لويديځ ته د مټه چينې په يوه پراخ ميدان کې د جلغوزو دانې له غوټو راسپړي او په لمر کې یې له وچولو وروسته په بوجيو کې ځای پرځای کوي.

د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو د ځنګلونو د جلغوزو غوټې ځکه هرکال دلته راوړل کېږې، چې په دې موسم کې د خوست هوا نسبتاً تاوده وي؛ توده هوا د غوټو سپړل اسانه کوي.

د معلوماتو له مخې سږکال ۵۱ کيلو ګرامه جلغوزي په شاوخوا ۸۰ زره کلدارو خرڅېږي؛ ځايي سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله يې نرخ ۶۰ فيصده لوړ شوی دی.

افغان سوداګر جلغوزي پاکستان ته وړي او خرڅوي یې.
افغان سوداګر جلغوزي پاکستان ته وړي او خرڅوي یې.

محمد عارف د پکتيکا له ګيانې ولسوالۍ څخه جلغوزي راوړي. هغه لمر ته د خپلو انبار شويو غوټو پر ويړولو بوخت وو، چې تودې شي او بيا ترې د جلغوزيو دانې وڅني.

عارف امريکاغږ ته وويل ”سږکال ۵۱ کيلو ګرامه جلغوزي په شاوخوا ۷۰ زره کلدارې پلورل کېږي. اوس يې نرخ ورځ په ورځ پورته ځي. تېر کال له ۳۰ زره څخه تر ۴۰ زره کلدارو پورې پلورل کېدل‟.

د خوست اوسېدونکي کمين خان د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ سوه زره د جلغوزو غوټې اخيستې او تر څنلو وروسته د خرڅلاو لپاره د پاکستان ښارونو ته وړي.

خو هغه له دې امله اندېښمن ښکاري، چې پاکستان کې هرکال د جلغوزو نرخ په دستوري توګه رالوېږي او په ناچيزه بيه يې پر پاکستاني سوداګرو پلوري، چې بيا يې د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادروي.

هغه زياته کړه ”موږ چې جلغوزي پاکستان ته يوسو، مجبور يو چې د پاکستاني سوداګرو په خوښه يې وپلورو. خو که په خپل هېواد کې مارکېټ ولرو او يا يې چين هېواد ته په خپله يوسو بيا ډېره ګټه کوو‟.

د څېړونکو په نظر افغانستان ډېره ښه تازه او وچه ميوه لري، خو زياتوي، له دې امله چې حکومت نه ورته مناسب بازار ميندلی شي او نه هم د ساتلو خونې لري، په ناچيزه بيه يې له لاسه وځي.

افغان سوداګر په ياده شوې برخه کې د مناسب مارکېټ، سړوخونو او د پروسس لپاره د امکاناتو برابرولو غوښتنه کوي.

افغان سوداګر شکایت لري چې، تولیداتو ته یې په افغانستان کې ښه بازار نشته او یا بازار موندنه نه ورته کیږي.
افغان سوداګر شکایت لري چې، تولیداتو ته یې په افغانستان کې ښه بازار نشته او یا بازار موندنه نه ورته کیږي.

یو سوداګر وايي ”حکومت موږ ته بايد سټورونه جوړ کړي. بيا به پياز، الوګان، جلغوزي او نور شيان پاکستان ته نه ځي. موږ غواړو، چې د پاکستان له محتاجۍ خلاص شو‟.

د رسمي ارقامو له مخې هر کال له لويې پکتيا څخه شاوخوا لس زره ټنه جلغوزي پاکستان او بيا له هغه هېواده د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د پاکستان د ميوې په نوم په لوړ نرخ صادرېږي.

د خوست د سوداګرۍ د خونو رئيس نواب اميرزی وايي، د دې لپاره چې د افغانستان د ميوه جاتو ارزښت ساتل شوی وي، د قاچاق پرځای د قانوني تجارت لپاره د حکومت جدي پاملرنې ته اړتيا ويني.

نوموړي وويل ”د ځينو دولتي ادارو يو شمېر کسان په انفرادي توګه د جلغوزيو د قاچاق لاره برابروي. يواځې لس فيصده جلغوزي په قانوني بڼه صادرېږي. حکومت مکلف دی، چې مخنيوی يې وکړي."

نواب اميرزی وايي، چې که له افغانستان څخه نورې نړۍ ته ټول صادرات قانوني بڼه غوره کړي، پر سوداګرو سربېره د افغان حکومت د اقتصاد په پياوړتيا کې هم مهم رول لوبولای شي.

XS
SM
MD
LG