د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز له ښار څخه وسله وال طالبان وویستل شول


لس ورځې وړاندې طالبانو د یو لړ عملیاتو وروسته کندز ښار له افغان امنیتي ځواکونو نیولی وو
لس ورځې وړاندې طالبانو د یو لړ عملیاتو وروسته کندز ښار له افغان امنیتي ځواکونو نیولی وو

لس ورځې وړاندې د افغان حکومت مخالفو وسله والو د کندز پر ښار برید وکړ، خو د کندز ولایتي چارواکي وایي نن افغان ځواکونو دغه ښار په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د کندزد ولایت سرپرست والي حمد الله دانشي امریکاغږ ته وویل چې افغان ځواکونو د کندز ښار بشپړ تر ولکې لاندې راوستې او په مشکوکو سیمو کې یې په کورونو کې تالاشي پیل کړې ده.

ښاغلي دانشي وویل چې په تیرو لسو ورځو کې پهجګړو کې عامو خلکو زیات زیان اوښتې خو دوي به له تحقیق او څیړنې وروسته معلومه کړي چې په دغه جګړه کې عامو خلکو ته څومره زیان اوښتی وي.

دانشي وویل چې تر اوسه په جګړه کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو په اړه هم دقیق معلومات نه شته دی.

د خاکنۍ د سیمې یو تن اوسیدونکی نیک محمد وویل چې په تیرو لسو ورځو کې ددوي په کلي کې وسله وال طالبان وو، خو بیګا د شپې طالبانو سیمه پریښې او اوس ددوی کلی د افغان ځواکونو په واک کې دی.

په تیرو لس ورځنیو جګړو کې د کندز د ښار زیاته برخه ویجاړه شوی ده، دوکانونه وران شوي او کورونه سوځیدلي دي، په کورونو او بازار کې یو شمیر هغه ملکي خلک هم وژل شوي چې د کورنۍ لپاره د خوراکي موادو د پیدا کولو په خاطر به له کورونو د باندې وتلي وو.

په کندز کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې نن په دغه ښار کې د نورو ورځو په نسبت ډیر دکانونه پرانستل شوي دي او ډیر شمیرخلک هم له خپلو کورونو بازار ته روتلي دي.

د کندز ښاریان د خوراکي توکو د بیعو د لوړیدو ترڅنګ په ښار کې د اوبو د کمې له ستونزې هم شکایت لري.

د جګړو پر وخت له کندز څخه په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوي دي او په سختو لارو یې ځانونه نورو خوندي سیمو ته رسولي دي.

په کابل او نورو ولایتونو کې ددغو بې ځایه شویو او په کندز کې د جګړې له امله د ځپل شویو کورنیو لپاره یو شمیر ځوانانو د مرستو راټولولو کمپاینونه هم پیل کړي دي.

افغان امنیتي ځواکونو په داسې حال کې د کندز ښار بیا نیولی چې له دغه ښار څخه د بشري مرستې رسونې ټولې موسسې راوتلي دي او خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG