د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال په کندز کې د خټکیو حاصلات پام وړ زیات شوي


کروند ګر وايي چې د افغانستان پر یو شمر ولایتونو سربېره، پېښور ته هم د کندز خټکي وړل شوي دي.
کروند ګر وايي چې د افغانستان پر یو شمر ولایتونو سربېره، پېښور ته هم د کندز خټکي وړل شوي دي.

سږ کال کندوز کې د نورو کلونو په پرتله زیات خټکي کرل شوي وو، د زراعت مامورین وایې چې د خټکیو حاصلات هم زیات وو او په زیاته پیمانه خټکي له کندوز څخه نورو ولایتونو ته وړل شوي دي.

دولس کلن ماشومان هم په پالیزونو کې له پلرونو سره مرسته کوي، یو یا دوه خټکي په بوجۍ کې تر قیر سرک وړي چې په ټیلر کې يې بار کړي.

سږ کال له کندوز څخه د کابل، خوست او پکتیا په ګډون پیښور ته هم سوداګرو خټکي وړي دي، د کندوز د زراعت مامورین وایې چې په کندوز کې د خټکیو د حاصلاتو زیاتوالی ددې سبب شو چې په دغه ولایت کې يې نرخ راټیټ شي او د کابل په ګډون پیښور او نورو ځایونو ته یې سوداګر یوسي.

د کندوز د زراعت د ترویج مدیر عبدالبصیر فقیري وایې چې د خټکیو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د زراعت ریاست په مرسته د ځینو هغو مرضونو مخنوی و چې په تیرو کلونو کې به یې پالیزونه وچول او حاصلات به یې نه ورکول.

هغه زیاتوي چې د زراعت ریاست هڅه کړې چې د موسمي میوې د مرضونو مخه ونیسي" کندوز کې دزراعت ریاست له خوا د خټکیو د مرضونو مخنیوی شوی نو ځکه یې حاصلات هم زیات شوي دي."

هغه وایې چې د کندوز له ابي ځمکو پرته خاورینې دښتې هم د خټکیو او هندوانو ښه حاصلات ورکوي.

په کندوز کې یو وخت دهقانانو د سړو خونو د نشتوالي له امله شکایت کاوه چې ددوي حاصلات نه ساتل کیږي او په خپل موسم کې یې په ارزانه بیه پلوري.

د کندز خټکي په خوند او رنګ کې په افغانستان کې یو نوم لري.
د کندز خټکي په خوند او رنګ کې په افغانستان کې یو نوم لري.

په کندوز کې د زراعت ریاست له خوا د یوې سړېخونې د جوړیدو کارونه پیل شوي چې تر پنځه زره ټنه پورې تازه میوه او سبزیجات په کې ساتل کیدای شي.

د علی اباد ولسوالۍ یو تن دهقان نورالدین چې په شل جریبه ځمکه کې يې خټکي کرلي وایې چې دوي لوی ټیلر موټرې له خټکیو باروي او د کابل په ګډون یې پیښور ته وړي.

ده وویل"شل جریبه ځمکه کې مې خټکي کړي، او له دې ځایه یې کابل، پیښور، صدې، خوست پکتیا، ټل او نورو ځایونو ته وړو."

یو بل سپین ږیری عبدالقیوم چې د سرک په سر یې کپه وهلې او هندوانی پلوري وایې چې سږ کال دوي هم کابل ته خټکي وړي چې په یو خټکي کې ورته ۱۲ افغانۍ ګټه پاتي شوی ده.

په کندوز کې تر شلو ډولونو زیات خټکي کرل کیږي خو هغه خټکي چې خواږه دي پوستکی یې نری دی او په موجود سرکونو یې تر نورو سیمو یې وړل ناشوني دي عبدالقیوم وایې "سږ کال مونږ هم يو موټر خټکي کابل ته یوړل چې په خټکي کې راته ۱۲ افغانۍ پاتي شوې."

اوس په کندوز کې د خټکیو موسم پر ختمیدو دی، د کندوز په بازار کې یو خټکی له سلو افغانیو نیولې تر ۲۰۰ افغانیو پورې قیمت لري. خو هغه خټکي چې د تجارت لپاره کرل کیږي او نورو ولایتونو ته وړل کیږي بیه یې ځکه ټیټه ده چې تر شین مغزو او غازیخانیو یې خوږوالی کم دی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG