د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په کندز کې د هوايي برید په اړه پلټنې کوي


په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل شول.
په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل شول.

د امریکا ددفاع وزیر اش کارټر ژمنه کړې چې د کندز د هوايي برید په هکله به شفاف او بشپړ تحقیقات وشي. په دې برید کې چې د افغانستان په شمال کې پر یوه روغتون وشو لږ تر لږه ۲۲ کسه په کښي ووژل شول.

په همدې حال کې د قاطع ماموریت مشر ویلي چې پر کندز د هوايي بمبارۍ غوښتنه افغان ځواکونه وکړه او هغوی هم ومنله.

د شنبې د ورځې د برید څخه وروسته مرستندویه سازمانونو سخت انتقادونه وکړل. د بې سرحده ډاکټرانو نړیوال روغتیايي خیریه سازمان هم سخت انتقاد وکړ چې ددې سازمان پر روغتون باندې برید شوی دی.

ددې سازمان مشرانو ویلي دي چې د هوايي برید په هکله دې نړیوال بې طرفه تحقیقات وشي. دغه سازمان وايي چې پر روغتون باندې په برید کې لس ناروغان او ۱۲ د شفاخانې کارکونکي وژل شوي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو د عملیاتي برخې مشر ډاکټر بارت جیسنسوویل "روغتون څلور کاله کېږي چې په سیمه کې فعالیت کوي. دا یو غټ روغتون دی چې د فوټبال تر میدان یې مساحت لوی دی. مونږ څو ځلې د جګړې ښکیلو خواو ته د روغتون د جي پي ایس یا انټرنیټي نقشې کوردېنې ورکړې. په هغه څه چې مونږ نه پوهېږو هغه دا دي چې دا ولي وشو؟ او مونږ قطعاْ دا استدلال نه منو چې په پیل کې ویل کیدل چې دا د هوايي برید جانبي عوارض دي."

په عین حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ د پېښې د قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

امریکايي چارواکو چې د نوم نه اخیستلو په شرط یې خبرې کړي وايي چې امریکايي خاصو ځواکونو د هوايي برید غوښتنه کړې ځکه پر دوي برید شوی دی او افغان چارواکي وايي چې د روغتون د محوطې څخه ددوي پر ځواکونو باندې طالبانو بریدونه کول.

بلخوا دلته واشنگټن کې د رانډ د څیړنو د مرکز یو کارپوه جونا بلنک وايي چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه د خدمت ښه سابقه لري او باید چې قضاوت کې احتیاط وشي.

هغه وايي "موږ نه نشو ویلی چې مشکل چرته پیښ شوی،دا خبره خو ټول مني چې دا یو دردونکې پیښه ده چې باید بیا تکرار نشي. خو دا نه شو ویلی چې اصل کیسه څه وه. دا نه یو خبر چې دا د یوه سهوه وه چې عموما جگړو کې پیښیږي. ایا طآلبان هلته پټ وو ،او که د استخباراتو غلطي وه. خو دومره ویلی شم چې دا قصدي کار نه و."

افغانستان دپاره د امریکا پخوانۍ سفیر ران کراکر هم یوې تلویزوني مرکه کې ویلي چې دې پیښې نه دا مقصد نشو اخیستی چې گني افغانان به خپل هیواد کې د امریکايي قواو حضور په اړه خپل فکر بدل کړي.

هغه وايي "افغانان پوهیږي چې یوه سهوه شویده. د امریکا د پوځ نه به زیات د یو ملک پوځ هم دا هڅه نه کوي چې داسې پیښې ونشي. خو حادثې او سانحې کیږي. خو دې پیښې نه پس به د امریکا په اړه د افغانان فکر بدل نشي. دوي سمدستي د امریکا کومک ته سخت ضرورت لري. دوي غواړي چې موږ هلته ووسو او د دوي پوځ سره ملگری ووسو."

دا وخت په افغانستان کې د امریکا نهه زره اته سوه عسکر پراته دي. چې د کال ٢٠١٦ پورې به زرو ته راټیټ شي. خو ځیني راپورونه وايي چې امریکا غواړي چې د حالاتو د نزاکت په اساس کیدی شي چې د بل کال نه پس هم یو څو زره عسکر افغانستان کې وساتي.

XS
SM
MD
LG