د لاس رسي وړ اتصالات

د قذافي زوی سیف الاسلام په مرګ محکوم شو


سیف الاسلام د بشري حقونو په نه مراعتولو تورن دی او د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته هم یو مطلوب کس هم دی.
سیف الاسلام د بشري حقونو په نه مراعتولو تورن دی او د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته هم یو مطلوب کس هم دی.

د لیبیا یوې محکمې د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد د پخواني وژل شوي ولسمشر معمر القذافي زوی، سیف الاسلام، او اته نور پخواني چارواکي په اعدام محکوم کړل. په دوی تور و چې په لیبیا کې یې په ۲۰۱۱ کال کې د پاڅون پر مهال جنایتونه کړي دي.

په نورو محکوم شویو کې، د قذافي د پېر د استخباراتو مشر عبدالله سنوسي او لومړی وزیر البغدادي المحمدي هم شامل دي.

په خپله سیف الاسلام په محکمې کې نه و، هغه د لیبیا په جنوب لویدیځ ښار زنتیان کې، د طرابلس د چارواکو له مخالفو یاغیانو سره، بندي دی.

د ده محکمه د تېر کال په اپریل میاشت کې په پلازمېنه طرابلس کې پیل شوه، خو د بشري حقونو د څار ډلې د هغه پر محکمې انتقاد وکړ او د هاګ د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې وویل چې لا د سیف الاسلام قضیه له دوی سره حل شوې نه ده.

د قذافي د وخت ۳۷ نور چارواکي هم د ۲۰۱۱ کال د پاڅون پر مهال په یو شمېر وژنو او د خلکو به زورولو تورن دي، قذافي د همدغه پاڅون پر مهال له واکه لېرې کړل شوی او ووژل شو.

هغه ملېشې چې سیف الاسلام ورسره بندي دی، په نړیواله کچه د لیبیبا پېژندل شوي حکومت ته ژمن خلک دي، دوی په اګست کې چې نورو یاغیانو پلازمېنه طرابلس ونیوه، د ختیځ پر لوري یوې لېرې پرتې سیمې ته وتښتېدل.

په مخکنیو محکمو کې به سیف الاسلام د ویډیو له لارې د محکمې بهیر کته او پرېکړې به اورېدې، خو د مۍ د میاشتې راهیسې په ویډیو کې هم ښودل شوی نه دی.

د قذافي ډېر نور نیول شوي چارواکي په طرابلس کې بندیان دي او یو شمېر نور یې بیا د مسراته په ښار کې ساتل کیږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لیبیا قضیه د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته ولېږله چې د پاڅون کوونکو پر ضد د قذافي د حکومت او چارواکو ظلمونه وپلټي او په اړه یې پرېکړې وکړي.

سیف الاسلام د بشري حقونو په نه مراعتولو تورن دی او د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته هم یو مطلوب کس هم دی.

د بشري حقونو یو شمېر ډلو د سیف الاسلام پر محکمې اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې هغه مدافع وکیل او حقوقي اسنادو ته کم لاسرسی درلود.

سعودي هم په جنايي جرمونو تورن شو

اخوا، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یمن کې د سعودي په مشرۍ هغه هوايي برید کلکه غندلی چې په کې لږ تر لږه ۶۵ ولسيان ووژل شول. برید تېره اوونۍ د ولسي خلکو پر یوې استوګنې وشو، د بشري حقونو سازمان دغه برید "ظاهرآ جنګی جنایت" بللی دی.

دغه سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، وايي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف په خپلو هوايي عملیاتو کې د جنګ د اصولو د ماتولو په اړه پلټنو کې پاتې راغلی دی، د بشري حقونو د څار سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه پلټنه وکړي

سعودي د همدغه کال په مارچ کې په یمن کې د شیعه یاغیانو په ضد عملیات پيل کړل.

د بشري حقونو د څار ډله وايي د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د جمعې د ورځې په برید کې لس ماشومان هم وژل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډله وايي د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د جمعې د ورځې په برید کې لس ماشومان هم وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د سرې بحیرې د موخا په بند کې د سعودي په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه لس ماشومان هم وژل شوي دي، یاد شوی سازمان وايي د ایتلاف الوتکو د موخا د برېښنا د تولید د فابریکې د کارکوونکو پر کورونو دوه وارې بمبارۍ وکړې.

د سازمان په راپور کې راغلي " هېڅ شواهد نشته چې برید په نظامي هدف شوی وی، داسې ښکاري چې دا برید جنګي جنایت دی. "

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې پر یمن د سعودي په مشرۍ په پیل شویو هوايي بریدونو کې تر دې دمه تر ۳۶۴۰ ډېر کسان وژل شوي چې نژدې نیمایي یې ولسي خلک دي.

ایتلاف د دوشنبې په ورځ د پنځو وروځو لپاره خپل هوايي بریدونه ودرول چې اړو خلکو ته بشري مرستې ورسیږي، خو د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې د مرستو اړتیا ته په کتو پنځه ورځې کمې دي.

XS
SM
MD
LG