خبرونه / افغانستان

سیما ثمر د نوبل متبادله جایزه وګټله

آرشیفآرشیف
x
آرشیف
آرشیف
د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواك كميسيون مشرې، سیما ثمر ته نن د معیشت د حقوقو په نامه جایزه ورکول شول. دغه جایزه هغه چاته ورکول کیږي چې د نورو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي.
 
د دغې جایزې د ورکولو ډلې په یو بیان کې ویلي دي چې ۵۵ کلنې سیما ثمر ته یې جایزه د بشري حقوقو، په تیره بیا د ښځو د حقوقو په برخې کې د هغې د اوږدې مودې او زړه ورې مبارزې لپاره ورکړې ده.
 
 دغه ډله چې په سویډن کې ده، وايي  چې سیما ثمر د نړۍ په ترټولو خطرناکه سیمې کې د بشري حقوقو لپاره کار کړی دی.  
 
سیما ثمر چې ډاکټره ده، ورسته له هغه نه پاکستان ته مهاجره شوه چې میړه یې په ۱۹۸۴ کال کې وروسته له دې نه چې د هغه وخت د رژیم لخوا ونیول شو لادرکه شو. هغه بیرته په کال ۲۰۰۱ کې افغانستان ته راستنه شوه. هغه لومړی د ښځو د چارو د وزیرې په توګه کار کاوه او د ۲۰۰۲ کال نه راپدیخوا د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسون مشرې په غاړه لري.
 
د معیشت د حقوقو په نامه دغه جایزه سیما ثمر ته د د امریکايي سیاسي مفکر، جېن شارپ (Gene Sharp) سره په ګډه ورکړل شوې ده. د جایزې د ورکولو ډلې جېن شارپ په نړۍ کې د عدم تشدد د انقلاب تر ټولو لوی ماهر خطاب کړي. همدراز ۹۰ کلن ترکي، حیرتین کاراسا ته چې په ترکیې کې یې د چاپیریال د ساتنې فعالیت پیل کړی هم افتخاري جایزه ورکړل شوه. دغه درې کسان به د  193000 ډالرو دغه جایزه په خپل مینځ کې سره وویشي.
 
دغې جایزې ته چې په کال ۱۹۸۰ کې یې بنسټ ایښودل شوي د نوبل  متبادله جایزه هم ویل کیږي.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
د سولې په خبرو کې د ښځو گډونi
|| 0:00:00
...  
🔇
X
03.09.1393 16:42
د اکسفام په نامه نړیوالې مؤسسې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د گډون په هکله په یو نوي رپوټ کې وايي د ۲۰۰۵ میلادي کال رادیخوا په درویشتو موردونو کې چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې کړي، ښځو پکې هیڅ ګډون نه درلود او د ښځو د حقونو مسئله هم نده یاده شوې.
ویډیو

ویډیو د سولې په خبرو کې د ښځو گډون

د اکسفام په نامه نړیوالې مؤسسې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د گډون په هکله په یو نوي رپوټ کې وايي د ۲۰۰۵ میلادي کال رادیخوا په درویشتو موردونو کې چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې کړي، ښځو پکې هیڅ ګډون نه درلود او د ښځو د حقونو مسئله هم نده یاده شوې.
ویډیو

ویډیو د ټاکنو د جرمي قضيو تعقیب

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشر د دفتر د ریاست له ادرسه لویې څارنوالۍ ته د ټاکنییزو شکایتونو د کمیسیون معرفي کول غیری قانوني ګڼلي او دا کار یې له حقوقي مسائلو ناخبري ګڼلې ده.
ویډیو

ویډیو له سپیو څخه په جگړه کار اخیستنه

لیکواله ریبکا فرانکیل د جنگي سپیو تر نوم لاندې په خپل نوي کتاب کې چې د فارن پالیسي مجلې له خوا چاپ شوی، د جگړې په ډگر کې د سپیو اتلولي، تاریخ او مینې په هکله کیسې لیکلي دي. د آشنا تلویزیون سره د هغې خبرې په دې ویدیو کې ووینئ:
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
X
05.09.1393 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.