د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالات د خپلو پخوانیو سرتیرو درناوی کوي


اوباما «د متحده ایالاتو د وژل شويو پوځیانو د یادونې ورځ سږکال ځکه ډیره ځانگړې ده چې په افغانستان کې د امریکا جنگي ماموریت پای ته رسیدلی دی.»
اوباما «د متحده ایالاتو د وژل شويو پوځیانو د یادونې ورځ سږکال ځکه ډیره ځانگړې ده چې په افغانستان کې د امریکا جنگي ماموریت پای ته رسیدلی دی.»

متحده ایالات هر کال یوه ورځ د خپلو هغو پوځیانو د خدمت درناوی کوي چې په جگړو کې وژل شوي وي. سږکال دا ورځ د نن دوشنبې د جوزا یا غبرگولې د میاشتې څلورمې نیټې سره سمون خوري.

د متحده ایالاتو په گوټ گوټ کې د رسم گذ‏شتونو په ترڅ کې په جگړې کې د وژل شویو پوځیانو درناوی کیږي، په ځینو ښارونو کې د وطنپالنې کنسرټونه او محفلونه جوړیږي او ځیني نور بیا په خاموشۍ سره د هغو پوځیانو یادونه کوي چې هیواد ته د خدمت په لار کې وژل شوي دي.

هر کال د پخوانيو سرتیرو د یادونې په ورځ په واشنگتن کې د ویتنام د جگړې غږ پورته کېږي. د کال ١٩٨٧ کال نه راپدیخوا په سلگونو زره خلک په موټرسایکلونو سپاره د متحده ایالاتو له گوټ گوټ نه د ویتنام د جگړې یاد لپاره د رولینگ تندر په نامه سفر کوي او پر موتر سایکل سپاره د هیواد پلازمېنه واشنگتن کې راټولیږي.

دا ورځ په جگړې کې د نیول شويو او ورک شويو پوځیانو د لټولو په اقدام کې د خلکو پاملرنه راواړوي.

په جگړه کې د وژل شویو او پخوانیو سرتیرو د درناوي ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د پخواني پوځیانو د یادونې ورځې په مناسبت خپلې اونیزې وینا کې د امریکا هغو ښځېنه او نارېنه پوځیانو ته درناوی وکړ چې خپل هیواد ته د خدمت په لار کې وژل شوي دي.

ښاغلي اوباما وویل د متحده ایالاتو د وژل شويو پوځیانو د یادونې ورځ سږکال ځکه ډیره ځانگړې ده چې په افغانستان کې د امریکا جنگي ماموریت پای ته رسیدلی دی.

په دې ورځ باندې په امریکا کې رسمي رخصتي ده. اکثره کورنۍ د تفریح په موخه پارکونو او سواحلو ته ځي.

XS
SM
MD
LG