د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مزوري ایالت کې د نژادي تبعیض په اړه اندېښنې


د آگست په نهمه ددې پېښې نه وروسته ددې ایالت په څو ښارونو کې د نژادي تبعیض اور ته لمن ووهل شوه.
د آگست په نهمه ددې پېښې نه وروسته ددې ایالت په څو ښارونو کې د نژادي تبعیض اور ته لمن ووهل شوه.

د امریکا د مزوري ایالت والي د یو خپلواک کمیسیون د ټاکلو پریکړه د یو سپین پوستي پولیس له خوا نه د یو تور پوستي تنکي ځوان تر وژل کیدو وروسته د رامنځ شوي تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف کړې ده.

د آگست د نهمې نیټې له پېښې نه وروسته ددې ایالت په څو ښارونو کې د نژادي تبعیض اور ته لمن ووهل شوه.

پدې کمیسیون کې نهه تنه تور او اوه تنه سپین پوستي غړي شامل دي چې د دواړو نژادونو ترمنځ د رامنځته شوي خلا د ډکولو هڅه وکړي.

د قهر دا موج چې د سېنت لویس په لرې پراته ښار، فرگیسن، کې د یوه تور پوستي اتلس کلن ځوان مایکل برون تر وژل کیدو وروسته را پاریدلی و، اوس د تورن سپین پوستي پولیس د محاکمې په وروستۍ ورځ چې یو قضآیه هیات ددې پولیس پر تورنولو غور او پریکړه کوي، خپل اوج ته رسیدلای دی.

د مزوري والي جې نېکسن په خپل ایالت کې د بیړنیو حالاتو اعلان کړی او د ملي گارد سر تیري هم د اړتیا په وخت کې د پولیس ملاتړ ته چمتو ولاړ دي.

د مزوري والي جې نېکسن په خپل ایالت کې د بیړنیو حالاتو اعلان کړی
د مزوري والي جې نېکسن په خپل ایالت کې د بیړنیو حالاتو اعلان کړی

د وژل شوی مایکل برون د مور او پلار وکیل د سولې او ارامش لپاره غږ وکړ «پداسی حال کې چې مونږ انتظار باسو، ټول اندېښمن دي. دوی غواړي وگوري چې قضآیه هیات څه پریکړه کوي. په عین وخت کې مونږ له پیله واضحه کړې چې د دې کورنۍ غواړي چی هرسړی په سوله ییز ډول ارام او کرار واوسي. دوی غواړی، په داسی حال کې چی موږ فیصلې ته انتظار کوو، په پوره عزت او وقار دا بهیر تر سره شي.»

د امریکا په گوټ گوټ کې د افریقایي الاصله امریکاییانو ټولنې په فرگیسن کې حالت په ځیر څاري. اکثر پدې باور دي چې اوس هم پدې هیواد کې پراخ نژادي تبعیض موجود دی.

د فرگیسن د ښار د ملی کلیسا مذهبی مشر، کلېنتن ستانسول وایي «دا ېوازې د فرگیسن په اړه نده. دا د امریکا په هر ښار کې لیدل کیږی. ځوان تورپوستي د امریکا په هر ښار کې حاشېې ته تمبول شوي او د بشري حقوق ېې په هر ښار کې ځپل کیږی. نو زه فکر کوم چې د فرگېسن مسلې او د مایکل برون پېښې دا مشکل را برسیره کړ.»

په سینت لویس کې د ټولنو تر منځ د عدالت دپاره د مزوري والي یو مستقل دوه نژاده کمیسیون جوړ کړی څو د نژادي نفاق اصلي جرړې پېدا کړي او د داسی گامونو سپارښتنه وکړي چی ټولنیزه بی عدالتي اونابرابري له منځه یوسي.

هغه وایي «خو پداسې حال کې چې دوی په واضحه توگه سره بیل دي خو دواړه خواوی د درک او زغم چټکې شفا د رامنځته کولو ملاتړ او پلوي کوي څو ټولو ته د زده کړی او کار په برخه کې برابره لاره هواره شي او زموږ د ټولو خلکو د مدني حقوقو ساتنه وشی.»

د سینت لویس د سیمه اییزې غیر انتفاعي ادارې مشر، ریک مک لېر، وایي «دیته ضرورت ندی چې تاسو ېوبل ته سترگه په سترگه وگوری ددې دپاره چې اوږه په اوږه سره گام پورته کړې او مونږ تل د مونږ او ستا او دوي کلمات اورو ددې پر ځای چې د مونږ، زمونږ او په گډه الفاظ واورو.»

ددې کمیسیون غړي د گران ماموریت سره مخ دي ځکه هغه مشکل باید حل کړي چې په امریکا او د نړۍ په نورو ټولنو کې د خپریدو په حال کې ده.

وژل شوی یو اتلس کلن تور پوستی تنکي ځوان و
وژل شوی یو اتلس کلن تور پوستی تنکي ځوان و

د وژل شوي، تور پوستي, تنکي ځوان مور پدې اړه خپل غبرگون داسې څرگند کړ «دا د یوه کال یا دوو کلونو خبره نده دا بی عدالتی د سلهاو کلونو راهیسې راونه ده. زه خپه یم چې دا پېښه زما پر زوی وشوه خو دا باید همدلته زما د زوي سره ختمه شي.»

د کمیسیون غړي به شکایتونو او وړاندیزونو ته غوږ کیږدي ترڅو په نړۍ او له هغې نه وړاندې د یوې عادلی ټولنی هدف تر لاسه شي.

بل خبر وایي د سینت لوئیس په لرې پرتو سیمو کې د وسلو د خرڅلاو کچه یو ناڅاپي لوړه شوېده.

په ځانگړی توگه د هغو کسانو په منځ کې چې د لومړي ځل دپاره وسله اخلي او دا کچه په ځینو ځایونو کې دوه او ځینو نورو کې درۍ برابره شوې ده.

دا پداسې حال کې ده چې ددې ایالت اوسیدونکي په ویرې د ټاکل شوی قضایه هیات پریکړې ته چې آیا دا سپین پوستی پولیس به د تور پوستي تنکي ځوان په وژلو تورنوي او که نه، په انتطار ناست دی.

XS
SM
MD
LG