د لاس رسي وړ اتصالات

بې سرحده ډاکټرانو د کندز د بمبارۍ سپیناوی غوښتی


ایم ایس ایف اداره وایي د بمبارۍ په وخت ۱۰۵ ناروغان او د هغوی پایوازان او هم ۸۰ تنه د روغتون کارکوونکي حاضر وو.
ایم ایس ایف اداره وایي د بمبارۍ په وخت ۱۰۵ ناروغان او د هغوی پایوازان او هم ۸۰ تنه د روغتون کارکوونکي حاضر وو.

بې سرحده ډاکټرانوپه یو بیان کې چې په کابل او ژنیو کې په یوه وخت خپور شوی په کندز کې د امریکایي ځواکونو له خوا د دغې ادارې په روغتون بمباري په سختو ټکو غندلې او دا بمباري یې یو وحشیانه بمباري ګڼلې ده.

ایم ایس ایف په دغه بیان کې ویلي چې د کندز په ښار کې د شنبې د سهارپه بمبارۍ کې د دغې ادارې د روغتون دوولس کارکوونکي او د دریو ماشومانو په ګډون اوه ناروغان وژل شوي او د ایم ایس ایف د روغتون د نوولس کارکوونکو په ګډون اوه دیرش نورټپیان شوي دي.

ایم ایس ایف دا بمباري د نړیوالو بشري قوانینو خلاف بللې ده.

د ایم ایس ایف دا بیان وایي چې ټول شواهد او دلایل دا ښيي چې دا بمبار د ائتلافي ځواکونو له خوا شوی دی.

دا اداره د ائتلافي ځواکونو غواړي چې بیطرف او بشپړ معلومات د ایم ایس ایف ادارې ته وړاندې کړي.

همداشان ایم ایس ایف په دې برخه کې د یوې بیطرفه ادارې له خوا د پلټنو ترسره کولو غوښتنه هم کړې ده.

ایم ایس ایف وایي د اکتوبر په درېیمه د افغانستان په وخت د سهار د دوه بجو او اتو دقیقو څخه د دریو بجو او پنځلس دقیقو پورې په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو د جراحي په روغتون پرله پسې هوایي بریدونه وشول چې په هرو پنځلس دقیقو کې دا بریدونه تکراریدل .

د دغې ادارې د بیان له مخې په دغو بمباریو کې د روغتون اصلي ودانۍ، د روغتون د جدي څارنې، عاجل اطاق او د فزیوتراپي خونو باندې بمباري وشوه خو د روغتون نورې برخې په نښه نه شوې او په بمباریو کې ورته زیان و نه رسیده.

ایم ایس ایف وایي چې دغې ادارې په خپل روغتون د بریدونو د مخنیوي لپاره د سپتمبر په ۲۹ ورځ په کندز کې د خپل روغتون جي پي ایس په وسیله خپل موقعیت په باب معلومات ائیلافي ځواکونه ته ورکړي وو.

ایم ایس ایف ادارې په دغه بیان کې ویلي چې هغه ناروغان چې د تیښتې وس یې درلود خو ځانونه یې د روغتون دوهمې ودانۍ ته رسولي خو هغوی چې د تګ امکان یې نه درلود په خپلو خونو کې وسوزیدل او ژوند یې له لاسه ورکړ.

ایف ایس ایف وایي چې د بمباریو وروسته یې یو شمیر ناروغان او ټپیان په پلخمري کې خپل روغتون ته انتقال کړي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې په دغه اعلامیه کې ویلي چې په کندز کې د جګړو له پیله دوی ۳۹۴ ناروغانو علاج کړی دی .

کله چې په روغتون دا بریدونه ترسره کیدل په روغتون کې ۱۰۵ ناروغان او د هغوی پایوازان او هم ۸۰ تنه د روغتون کارکوونکي حاضر وو.

ایم ایس ایف د ۱۹۸۰ کال را هیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د ارګ غبرګون

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون د بمبارۍ له امله په دغه روغتون کې د پیښې شوې مرګ ژوبلې باندې خفګان څرګند کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر د یو بیان له مخې جمهوررئیس غني په دې هکله په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د قوماندان سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

دا بیان وایي چې د ناټو دغه قوماندان په د دغې پیښې له امله بځښنه غوښتې ده.

د ارګ له خوا په خپور شوي بیان کې راغلي چې جمهوررئیس غني د ناټو قوماندان ته ویلي چې افغان وسله وال ځواکونه او د قاطع ماموریت ځواکونه مکلف دي چې د ملکي خلکو ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او له ډیر اختیاط څخه کار واخلي.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس غني د دغې پیښې د ګډو پلټنو امر هم ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG