د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو روسیې ته خبرداری ورکړ


د ناټو عمومي منشي جینز سټول ټنبرګ د روسیې هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې دي د ترکیې هوایي قلمرو ته د هغوي د پوځ ننوتل قصدي نه و. سټول ټنبرګ ویلي دي چې د روسیې دغو ډول سرغړاونو د پخوا نه ادامه درلوده.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د روسیې دا اقدام تصادفي نه بلکه جدي و او په همدې روانې اوونۍ کې یې دوه ځلې دا کار کړی.

د ناټو مشر ویلي دي چې د دې مسلې په اړه به د روسیې د پوځي مشرانو سره خبرې وکړي او که چیرته ثابته شي چې په ریښتیا هم د روسیې الوتکې د ناټو د یوه غړي هیواد هوایی قلمرو ته داخلې شویدي، نو د روسیې لپاره به ناوړه عواقب ولري.

په همدې حال کې د ترکیې پوځ وایي چېهغوي جیټ الوتکې چې د سوریې په سرحدي سیمو کې ګزمې کوي، د روسیې د الوتکو او د ځمکې نه هوا ته د واریدونکو توغندیو د رادار د سییستم لخوا بندې شوې وې.

بل پلو د امریکا د پوځ یو جګپوړی چارواکی وایي مسکو خبرو ته چمتو دی چې دا یقینی کړي چې په سوریې کې د هغوی الوتکو د امریکایی الوتکو په پروازونو کې مداخله ونکړی.

خو د روسیې د دفاع وزارت چارواکی وایي دا خبرې باید چې یوازې د هغه څه په اړه نه وي چې پنټګان یې غواړي ، بلکه په نورو مسایلو دې هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG