د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ د ناوه پاس سرحدي لاره پرانستل شوه


دغه لاره دتېرو څلورو کلونو راهیسې بنده وه
دغه لاره دتېرو څلورو کلونو راهیسې بنده وه

د ختیځو ولایتونو امنیتي چارواکي وایي چې د کونړ ولایت له مرکز اسعداباد څخه د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په اوږدو کې د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ، مومندو او باجوړ ایجنسیو ته غزیدلې لاره د څلورو ورځو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تر ماښام پرانستل شوه

چارواکي وایي چې د لارې د خلاصون په عملیاتو کې اوه مخالف وسله وال هم وژل شوي دي.

دغه لاره دتېرو څلورو کلونو راهیسې بنده وه او په بره څوکو کې شته سرحدي پولیسو ته به دچورلکو له لارې اکمالات کېدل.

په ختیځ زون کې دملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل،چې افغان ګډو ځواکونو دپسرلني طوفان په نوم درې ورځې عملیات تر سره کړل ،چې په ترڅ کې یې اوه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور زخمیان دي.

نوموړی وايي،دطالبانو له سخت مقاومت سره،سره بیا هم ددغې لارې په خلاصون بریالي شوي دي.

هاتفي زیاته کړه،چې دلارې په اوږدو کې ېې امنیتي پوستې هم ځای پر ځای کړي او له دې وروسته به په خوندي توګه خلک او نظامیان دنواپاس په لاره تګ راتګ وکولی شي.

ځای کړي او له دې وروسته به ددغې لارې امنیت خوند شي.

وسله والو طالبانو ددغه تلفاتو پر تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دغه لویه لاره دعامو خلکو لپاره دډېر اهمیت وړ ده او چارواکي وايي له دې وروسته به په اسانۍ سره دباجوړ او مومندو ایجنسۍ ته خلک تګ راتګ پیل کړي .

هغه زیاتوي،چې په دغه لویه لاره بهرنیو ځواکونو له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې سره له دې خواري کړې خو نه وو بریالي شوي،چې دخلکو پر مخ یې پرانیزي.

دکونړ امنقه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان امریکا غږ ته وویل،چې ددغې لارې په اوږدو دسرحدي پولیسو څلور پوستې هم ځای پر ځای کړي،تر څو په راتلونکي کې ددولت مخالف وسله وال کومه ستونزه جوړه نه کړي.

نوموړی زیاتوي،چې ددغې لارې په خلاصون سره ترانزیتي مالونه هم وړلی راوړلی شي.

دی وايي:"پخوا به چې کله دچترال لاره دډېرو واورو له امله بنده شوه نو پاکستاني خلک او باراداره موټرې به دنواپاس له لارې دکونړ ناړۍ ولسوالۍ او بیا بېرته چترال ته اوښتلې ".

دهقان زیاتوي،چې له دې وروسته هم دخلکو په تګ راتګ او مالونو په رالېږدولو کې هېڅ ډول ستونزه نشته دی .

دنواپاس په سر کې دپوله ساتو ځواکونو یو شمېر امنیتي پوستې دتېرې نژدې ېوې میاشتې راهیسې محاصره وې،چې دچارواکو په وینا دعملیاتو په کېدو سره دسرحدي پولیسو ژوند هم وژغورل شو .

دکونړ ځايي خلک هم ددغې لارې په خلاصون خوشاله دي او وايي که امنیتي حالات یې پوره دډاډ وړ شي نو د

طورخم پر ځای به دباجوړ او موندو ایجنسۍ په لارو لنډ دخپلو کارونو لپاره په اسانۍ دډېورنډ پر کرښه اوړي.

دمرورې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد شعیب امریکا غږ ته وویل" دباجوړ له خلکو سره مونږ خپلوي لرو او ددغې لارې په خلاصون سره به دطورخم پر ځای دنواپاس په لنډه لاره تګ راتګ کوو".

نوموړی غوښتنه کوي،چې ددغې لارې ساتنې ته پام وکړي تر څو په راتلونکي کې بیا ځلې دوسله والو طالبانو لاس ته ورنه شي.

XS
SM
MD
LG