د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د داعش ډله شنډه کړې ده


ښاغلي رحمت الله نبیل نن د ولسي جرګې یوې غونډې ته چې د نوې کابینې ته د باور د رایې د اخیستلو په لړ کې جوړه شوې وه، خبرې کولی
ښاغلي رحمت الله نبیل نن د ولسي جرګې یوې غونډې ته چې د نوې کابینې ته د باور د رایې د اخیستلو په لړ کې جوړه شوې وه، خبرې کولی

د افغانستان د ملي امنیت نوماند رئیس رحمت الله نبیل وایي چې د ابو یوسف په نوم یو افغان چې د اسټرالیا تابعت یې اخیستی و او په سوریه کې و وژل شو، هڅه کړې وه چې د افغانستان د کندوز په ولایت کې د داعش لپاره کار وکړي.

ښاغلي نبیل زیاته کړه چې د ابو یوسف له مړینې وروسته په کندز ولایت کې د هغه ټوله شبکه د ملي امنیت د ریاست له خوا ونیول شوه.

د ملي امنیت د ریاست دغه نوماند وویل" د داعش په اړه زه لافې نه کوم او نه هم په احساساتي ډول غږیږم د سیمې د هیوادونو پرتله د اسخباراتو له پلوه مونږ په داعش برلاسي یو".

رحمت الله نبیل وویل چې افغانستان د سیمې د هیوادونو پرتله د استخباراتي معلوماتو له پلوه د داعش په وړاندې په مبارزه کې له نورو هیوادونو څخه په ښه موقیعت کې دی.

رحمت الله نبیل د پاکستان سره په پوله په سرحدي سیمو کې د سلګونو بهرنیو جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د میشت کیدو رپوتونه تائید کړي.

افغانستان د ملي امنیت ریاست ته نوماند رحمت الله نبیل پاکستان سره د افغانستان په یوشمیر سرحدي سیمو کې د سلګونو بهرنیو جنګیالیو اود هغوی د کورنیودغړو د میشت کیدلو په باب رپوتونه تائید کړي دي.

رحمت الله نبیل د پنچشنبې په ورځ د ولسي جرګې یوې غونډې ته چې د نوې کابینې د غړو د باور د رایې د اخیستلو د بهیر په لړ کې جوړه شوې وه، وویل چې په تیرو اوږدو کلنو کې د چا په یاد نه دي چې په دومره شمیر بهرني جنګیالي دي د خپلو کورنیو د غړو سره په بیلابیلو ولایتونو کې میشت شوي وي.

ښاغلي نبیل وویل" د بدخشان نه نیولې د هیواد د مختلفو برخو پورې د هیچا دا په یاد نه دي چې په زابل یا بدخشان یا په المار کې په لسګونو او سلګونو بهرنۍ کورنۍ لیږدول شوې وي".

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د څوکۍ لپاره دغه نوماند چېد اوږدو کلونو لپاره یې د دغه ریاست د رئیس او د ریاست د سرپرست په توګه کارکړی د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته وویل چې که څه هم دا نه غواړي چې خلک د راتلونکې په باب اندیښمن کړي خو ترکومه چې دې دا ګڼي نو راروان پسرلی به د افغانانو لپاره د ګواښونو یو ډک فصل وي.

ښاغلي نبیل د خپلې دغې ادعا د ثبوت لپاره په دلایلو کې یو دلیل سږکال د ژمي په موسم کې هم د افغانستان په هغو برخو کې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو پاتې کیدل وښودل چې د ښاغلي نبیل په وینا په نورو کلونو کې به دا وخت پاکستان ته ستنیدل.

ښاغلي نبیل وویل" معمولآ به په ژمي کې طالبان کویټې ، پیښور اونورو مختلفو سیمو ته تلل ، خو سږکال یې ورته د تللو اجازه نه ده ورکړې".

رحمت الله نبیل وویل چې لومړی ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونو د امنیت مسوولیت په خپل لاس کې اخلي .

هغه د افغانستان د سرحد هغې خواته د پاکستان د پوځ د عملیاتو یادونه هم وکړه وویل چې دغو ټولو مسلو ته چې وکتل شي دې دا ګڼي چې نوی هجري شمسي کال به د افغانانو په وړاندې د ستونزو ډک کال اوسي.

رحمت الله نبیل په افغانستان کې د اسلامي دولت "داعش" په نوم د خوځښتونو په باب چې په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې سیمه ایزې رسنې هره ورځ یې د شتون په اړه خبرې کوي او د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان پرې تبصرې کوي وویل چې د افغانستان پرتله پاکستان ته د داعش ګواښ ډیر زیات دی.

ښاغلي نبیل وویل"ترکومه چې زه معلومات لرم پاکستان له افغانستان نه زیات د داعش نه زیانمن کیدلی شي د خدای فضل دی مونږ دلته د مذهب په نوم مسایل نلرو خو هلته لشکر جنګوي، سپاه صحابه او لشکر طیبه دا ټول په مفکوروي ډول د داعش سره همنوا دي".

XS
SM
MD
LG