د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت پر پارلمان برید د آی اس آی کار وباله


د تیرې دوشنبې په ورځ په ملي شورا باندې په برید کې د اوو ځانمرکو سربیره دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د تیرې دوشنبې په ورځ په ملي شورا باندې په برید کې د اوو ځانمرکو سربیره دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي امریکا غږ ته وویل د افغانستان د ملي امنیت په شورا د دوشنبې د ورځې برید د پاکستان د پیښور ښار د بورډ په سیمه کې د حقاني شبکې او د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی ایس آی له خوا په ګډه تنظیم شوی و.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د چارواکو هغو څرکندونو ته په ځواب کې چې د افغانستان په ملي شورا د دوشنبې د ورځې برید پړه یې د پاکستان د استخباراتو په ادارې آی ایس آی او دحقاني په شبکې اچولې وه ،دا تورونه په کلکه رد کړل او وې ویی چې د افغانستان د استخباراتو د ادارې چارواکو پخوا هم په آی ایس آی دغسې تورونه لګولي دي .

قاضي خلیل الله وویل "پخوا هم دا ډول تورنه په آی آیس آی او د دغې ادارې په مامورینو لګول شوي دي، مونږ دا تورنه ردو، پاکستان د افغانستان خیرخواه دی مونږ د ښه ګاونډیتوب د اړیکو او افغانستان سره ښو اړیکو پاللو په برخه کې خپل تعهد ته ژمن یو دواړه هیوادونه په لوړه کچه یو بل سره په تماس کې دي لکه چې پخوا مو ویلي دي زه یې یو ځل بیا تکراروم چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي زمونږ د اړیکو اساسي لارښود خپله خاوره یو د بل په خلاف نه استعمالول دي ".

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي په ټینګار وویل چې د دغه برید پلان د پاکستان د پیښور ښار د بورډ په سیمه کې جوړ شوی وه.

ښاغلي صدیقي وویل "ددغې برید طراح د حقاني شبکې د پوځي کمیسیون مشر مولوي شیرین وو، او دا د بلال په نوم د پاکستان د آی ایس آی د یو مامور په امر چې د قبایلي سیمو مسوولیت لري ترسره شوی دی".

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند وویل، ددغه برید طرح کوونکو د برید لپاره ډیر مالي او تخنیکي امکاناتو څخه هم کار اخیستی و او آن د افغانستان د ملي شورا نقشې هم بریدګرو ته ورکړل شوې وې.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست دغه چارواکی وایي، دوی د ثور د میاشتې په ۲۴ ددغه برید د پلان نه خبر شول او په همغه ورځ یې د برید په باب خپل معلومات د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونواو د ملي شورا د ساتنې د قطعې سره شریک کړل چې له مخې یې د ملي شورا د ودانۍ شاوخوا اضافي امنیتي اقدامات هم ترسره شول.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند وویل، همدا امنیتي ترتیبات لامل شول چې په ملي شورا برید کې د تلفاتو کچه کمه شي.

ښاغلي صدیقي وویل، دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان پر ملي شورا باندې د حقاني شبکه د بریدونو پلان جوړوي.

د هغه پر وینا د روان لمریز کال له پیل راهیسې دغې شبکې درې ځلې پر افغان پارلمان باندې د بریدونو تابیا نیولې وه.

د سولې تازه خبرې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ملي شورا په ودانۍ د دوشنبې د ورځې برید ګوته په داسې حال کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی ایس آی ته نیولې، چې پاکستان حکومتي چارواکو ویلي، ددغه هیواد په منځګړیتوب به د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دوهم پړاو د روانې عیسوي میاشتې تر پایه پیل شي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په همغه ورځ چې په کابل کې د ملي شورا په ودانۍ وسله والو برید وکړ په اسلام اباد کې د پاکستان د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په خبرو کې وویل چې د چین د ارومچي د ښار دوه ورځنۍ خبرې هم د پاکستان په منځګړیتوب شوې وې.

ښاغلي عزیز د پاکستان د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل چې پاکستان تر خپلې وسې هڅه کوي چې د افغانستان ١۴ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

هغه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د راتلوونکو خبرو د ځای او څرنگوالي په هکله نور معلومات ور نه کړل.

ښاغلي عزیز وویل، پاکستان هوډ لري چې د گاونډي هیواد افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم ښې کړي.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان حکومت په هغو هڅو باور لري چې د افغانستان د پخلاینې بهیر راژوندۍ شي او هیله یې وښوده چې دا هڅې به په راتلونکو دریو میاشتو کې ښې پایلې ولري.

د پاکستان په نیت شک

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان په پاکستان د دوه ګونۍ پالیسې د پرمخ وړلو تورلګوي او ادعا کوي، چې د افغانستان په هکله د پاکستان پالیسي لا هم د دغه هیواد د ملکي حکومت پرځای د پوځ له خوا پرمخ وړل کیږي.

په پاکستان کې د افغانستان یو پخوانی دیپلومات احمد سعیدي په دې باور دی، چې د افغانستان په ملي شورا او ځینو نورو مهمو ځاینو بریدونه د طالبانو له وسه بهر دي او دا ډول بریدونه د استخباراتي ادارو له مرستې پرته طالبان په یوازې سر نه شي کولی.

ښاغلي سعیدي امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د منځګړیتوب په برخه کې د پاکستان په نیت هم شک وښود او ویې ویل چې دوه کارونه په یو وخت نه شي کیدلی.

ښاغلي سعیدي وویل "یوه غونډه ده او یو عمل دی، زما باور دادی چې پاکستان غواړي طالبان او د افغانستان د حکومت مخالفان پریمنځي په څه معنی د خبرو هرې ناستې ته هغوی حاضروي خو طالبانو په خبرو کې داسې شرطونه وړاندې کوي چې عملي جنبه و نه لري ددې لپاره چې پاکستان دا ثابت کړي چې طالبان جنګ نه غواړي طالبان د جګړې طرفدار نه دي، طالبان غواړي خبرې وکړي خو دا دافغانستان دولت دی چې اجرات نه شي کولی".

ښاغلی سعیدي وایي، طالبان په اساسي قانون کې د بدلون غوښتنه کوي یا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنې کوي خو افغان حکومت په اوس وخت کې دا دواړه کارونه نه شي کولی.

احمد سعیدي وایي، جمهوررئیس غني د خپل کار په لومړیو ورځو کې امریکا او ناټو سره تړونونه لاسلیک کړل، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدو ته لاره پرانیځي نو څنګه به افغان حکومت له بهرنیو ځواکونو وغواړي چې له افغانستان څخه ووځي.

همداشان ښاغلی سعیدي وایي، افغان حکومت په وخت پارلماني ټاکنې نه شي ترسره کولی نو څنګه به د اساسي قانون د بدلون لپاره لویه جرګه جوړه کړي.

د افغانستان او پاکستان د چارو دا کارپوه وایي، افغان حکومت د طالبانو شرطونه نه شي پوره کولی نو ځکه دې دا ګڼي، چې د سولې خبرې یوې نتیجې ته رسیدل هم ډیر ممکن نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG