د لاس رسي وړ اتصالات

لویې څارنوالۍ د نیویارک ټایمز خبریال احضار کړ


د نیویارک تایمز ورځپاڼه
د نیویارک تایمز ورځپاڼه

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، په کابل کې یې د نیویارک ټایمز خبریال "متي روزنبرګ" په دې خاطر احضار کړی؛ چې له څه مودې راهیسې د افغانستان په اړه داسې مقالې لیکلي چې له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي د آزادي راډیو ته ویلي چې نوموړي د دوشنبې په ورځ په یوه مقاله کې د ځینو افغان وزیرانو په حواله لیکلي؛ چې که انتخابات نتیجه ورنه کړي افغانستان کې به کودتا وشي.

ښاغلي عزیزي وایي، د نیویارک ټایمز خبریال په لومړنیو تحقیقاتو کې منلي، چې دا مقاله یې لیکلې ده.

هغه وویل، چې په متي روزنبرګ یې محدویت وضع کړی؛ ټولو هوایي ډګرونو ته ویل شوی، چې نوموړی ممنوع الخروج دی.

له دې وړاندې جمهوري ریاست هم د نیویارک ټایمز په ځینو مقالو انتقاد کړی او ویلې یې دي، چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف مسایل خپروي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي یان کوبیش د نیویارک تایمز د خبریال د ډارونې په هکله اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي " داسې کړه د رسنیو استازي په آزاده توگه د خپلو دندو له ترسره کولو څخه منع کوي د بیان د آزادی د مخنیوي په معنی دي."

هغه زیاتوي چې " آزادې رسنۍ د یوې سالمې ټولنې لپاره خورا مهم دي او ژورنالیستان باید وکړای شي چې له گواښ پرته فضا کې کار وکړي."

له بلې خوا نیویارک کې میشت د ژورنالیستانو د ژغورنې کمیټه ددې خبر په اوریدو سره اندیښمنه شوی ده. روزنبرگ د سکایپ له لارې د ژورنالیستانو د ژغورنې کمیټې ته ویلي دي چې د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند هغه د سفر نه کولو د پریکړې په هکله خبر کړی دی.

د سي پي جی یا د ژورنالیستانو د ژغورنې د کمیټې مرستیال رابرت مهوني وایي "مونږ پر افغان مقاماتو غږ کوو چې پر ماتیو روزنبرگ باندې لگیدلی بندیز سمدستي لیرې کړي."

هغه زیاته کړه " د ژورنالیستانو پر تگ راتگ باندې بندیز لگول د ژور نالیستانو له تهدید څخه بل نه دي په داسې حال کې چې د افغانستان دیموکراسي تر بل هر وخت آزاد سیاسي رپوټ ورکولو ته اړتیا لري."

ماتیو روزنبرگ په کابل او واشنگټن کې د نیویارک تایمز میشت خبریال دی او د هغه وروستۍ مقاله د دوشنبې په ورځ خپره شوه چې په هغه کې یې لیکلي دی چې که د افغانستان د انتخاباتو کړکیچ حل نه شي نو گواکی یو شمیر افغان چارواکي غواړي چې په زور د چارو واگې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG