د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې د یرغمل شویو له ډلې ۱۹ خوشې شول


درې میاشتې مخکې ۳۱ افغان مسافر د زابل ولایت کې د ناپیژاندو وسله‌والو له تښتول شوي ووږ
درې میاشتې مخکې ۳۱ افغان مسافر د زابل ولایت کې د ناپیژاندو وسله‌والو له تښتول شوي ووږ

درې میاشتې مخکې ۳۱ افغان مسافر چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي وو د زابل ولایت په شاه‌جوی ولسوالی کې د کابل – کندهار د لويې لاري پر سر ناپیژاندو وسله‌والو له موټرو څخه کوز او نامعلوم ځای ته لیږدولي وو، سیمه‌ایز چاراکي وايي نن له هغې ډلې څخه ۱۹ برمته شوي بیرته خوشې شوي دي.

ښاغلي حق‌بیان امریکا غږ ته وویل، خوشې شوي یرغمل مسافر تیر ماښام لمړی د زابل د خاک افغان ولسوالۍ په دواوي سیمه کي ځايي منځګړو مشرانو ته سپارل شوي تر څو له هغه ځایه د غزني جاغوري ولسوالۍ ته ځانونه ورسوي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس د سیمه‌ایزو اوسیدونکو له قوله وویل، چي د ۳۱ مسافرو له ډلي څخه یو تن په لومړیو اونیو کي یرغمل نیونکو وژلي او دوهم تن يې چي د ډیر عمر لرونکی وو د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د جاغوري ولسوال ظفر شریف وايي چې دغه کسان د یو شمېر طالب زندانیانو په بدل کې خوشي شوي دي، خو دقیق شمېر ېې ونه ښود.

مګر، د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق‌بیان وايي، دغه کسان د هغو ۲۸ تنو ازبک زندانیانو په بدل کي خوشي شوي چي د افغان دولت په زندانونو کي وو.

د ښاغلي حق‌بیان پر وینا د افغانستان له زندانونو څخه د خوشې شویو ازبک بندیانو په منځ کي ۶ میرمني او ۲۲ ماشومان او تنکي ځوانان شامل دي.

که څه هم وسله‌والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نه ده کړې خو سیمه ييز مشران وايي، چي د ازبک زندانیانو له خلاصون څخه څرګندیږي چي یرغمل نیونکي بهرني وسله وال دي او په دې پېښه کې ښایي چې طالبان به لاس نه لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG