د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو د پیښو شمیر نهو ته ورسید


افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هیوادونه دي چې لا هم پولیو ناروغي ماشومانو ته د یو ستر ګواښ په توګه پاتې ده.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هیوادونه دي چې لا هم پولیو ناروغي ماشومانو ته د یو ستر ګواښ په توګه پاتې ده.

د نیمروز په ولایت کې سیمیز روغیتیایي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د زرنج په ښارکې یو درې نیم کلن ماشوم پولیو وهلی چې ورسره سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر نهو ته لوړ شوی دی.

د افغانستان په سویل لویدیځ کې، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د پنجشبنې په ورځ روغتیایي چارواکو وویل چې یو درې نیم کلن ماشوم د ماشومانو د ګوزڼ ویرس وهلی او فلج کړی دی.

دا په روان کال کې د افغانستان په کچه د ماشومانو د ګوزڼ نهمه مثبته پېښه ده چې په نیمروز ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

په سویل لویدیځه حوزه کې د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظر محمد نظري امریکاغږ ته وويل، د پولیو له دې تازه پېښي سره د دوی اندېښنه نوره هم زیاته شوې او هڅه کوي، چې د نیمروز او هلمند په ګډون د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ او راتګ پر مهال هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

ښاغلي نظري وویل "په نیمروز کې کراس باډر (سرحدي سیمه) لرو، د هلمند په دیشو کې هم چې موږ يې د پاکستاني ټیم په مرسته له ګردي جنګل څخه د یوه ټیم په وسیله تر پوښښ لاندي را ولو، نور هر څوک چې نیمروز او هلمند ته پر دې لارځي واکسین ورته ورکوو."

دغه راز په سویل لویدیځه حوزه کې د ماشومانو د ملاتړ یا یونیسف د ادارې د عامه اړیکو مسئول سید کمال شاه وايي ګوزڼ وهلي ماشوم په ټول عمر کې یوازې اته ځلې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین اخیستې دی، چې دا اندازه واکسین د یو درې نیم کلن ماشوم لپاره بسنه نه کوي.

د سید کمال شاه پر وینا، د ماشوم کورنۍ د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې له خپلوانو سره هم تګ راتګ کړی چېرته چې د ولایت په کچه د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلي کمال شاه وویل "د نن کیس یا پېښه چې له امله یې دا ماشوم فلج شوی، که يې تاریخچه موږ وګورو په ټولو کمپاینونو کې دغه ماشوم واکسین ندی اخیستی، په منځ کې ځیني داسې کمپاینونه راغلي چې دغه ماشوم په هغو کې واکسین ندی اخیستی او په سیمه کې ویروس موجود و، نو پدې اساس ورڅخه متاثره شوی، ځکه خو زموږ په تبلیغاتو کې ټينګار پر دې دی چې په هر کمپاین کې باید ماشومانوته واکسین تطبیق شي."

هغه زیاته کړه، د پوليو نوې ثبت شوې پېښه دا په ډاګه کوي چې کورنۍ باید د فلج د ناروغۍ پر وړاندې د وقايې لپاره، د پوليو په هرکمپاین کې خپل له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړي.

په نیمروز کې د ماشومانو د ګوزڼ د دغې پېښې بل لامل په ویروس ککړو سیمو ته د ماشوم د کورنۍ تګ ښودل شوی دی.

د یونیسف د ادارې دا مسئوول وايي، په سیمه کې د خلکو د زیات تګ راتګ له امله کورنیو ته ښايي چې د پولیو ضد واکسین ته ځانګړی اهمیت ورکړي .

سید کمال شاه وویل "د ډېر تشویش خبره داده چې دا ویرویس په ګڼ میشتو سیمو کې ډير ژر خپریږي، د خلکو تګ راتګ د پاکستان لخوا هم ډير دی، د فراه او هرات لخوا څخه هم ډیر دی، نو د دواړو خواوو څخه خطر شته چې دا ویرویس خپورشي."

په روان کال کې د ماشومانو د ګوزڼ اته مثبتې پېښې په ننګرهار، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې ثبت شوې دي.

تیر کال هم په ټول افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG