د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکي:اوباما له اساسي قانون سرغړونه کوي


ولسمشر بارک اوباما
ولسمشر بارک اوباما

د امریکا کانگرس د استازو مجلس د یوه جنجالي بحث نه وروسته په ولسمشر باندې د دعوی کولو لایحه تصویب کړه. دغه کار جمهوري غوښتونکو وکړ چې په ولسمشر اوباما باندې د قانون څخه د سرغړونې تور لگوي.

د کانگرس د استازو د خونې رئیس جمهوري غوښتونکي جان بینر وویل دغه دعوی د جمهو‏ر‎ي غوښتونکو او دیموکراتانو موضوع نه ده، ددې دعوی د برابرولو هدف د اجرائیوي ارگان لخوا د اساسي قانون څخه د سرغړونې مخنیوی کول دي.

ښاغلې بینر زیاته کړه "ایا تاسي غواړی چې یو ولسمشر ته ددې اختیار ورکړئ چې پخپله انتخاب وکړي چې کوم قانون عملي کړي او کوم یو بدل کړي؟ ایا دیته تیار یاستئ چې یو څوک دې زموږ د هیواد د موسسینو جوړ کړی شی له منځه یوسي. تاسي د اساسي قانون د دفاع کول لوړه کړې ده، خپل حیثیت ته وگورئ. زه له تاسي غوښتنه کوم چې د خپلو موکلینو په استازیتوب، تاسي نن د اساسي قانون دفاع وکړئ."

دیموکراتان په ولسمشر باندې د دعوی کولو هڅه، د جمهوري غوښتونکو لخوا یو محض سیاسي حرکت بولي چې په راتلونکو ټاکنو کې ځان ته ملاتړي پیدا کړي. د استازو په خونه کې د دیموکراتانو مشره نینسي پیلوسي د مخالف گوند دغه کار د کانگرس د وخت او د ملت د پیسو ضایعه کول گڼي.

اغلې پیلوسي د لایحې د تصویبیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې جمهوري غوښتونکې د ولسمشر مواخده کولو ته تیاری نیسي. هغې زیاته کړه، "موږ ددې دعوی د تعقیبولو پیسې نلرو، د امریکا د ولس د ښیگڼې د پاره د ښو کارونو پیسې نلرو، نو په دې کار ولي پیسې مصرفوو. چې څوک د امریکا د ولس د ښیگڼې د کارونو جرات نلري هغه د امرکیا د متحده ایالاتونو په ولسمشر د دعوی حق هم نلري.

پخپله ولسمشر اوباما چې د میزوري ایالات په کنزاس ښار کې یې وینا کوله، د جمهوري غوښتونکو دغه رایگیري یې یوه ټوکه وبلله چې رخصتیو ته یې دوه ورځې پاتي دي او په دې کارونو وخت ضایعه کوي.

ښاغلی اوباما له څه مودې راهیسي په دې ټینگار کوي که یې کانگرس د ولسي ښیگڼې د پرورگامونو مخنیوی وکړي، دی به د خپل اجرائیوي واک څخه کار واخلي.

ښاغلي اوباما وویل، "ددې پر ځای چې په ما باندې د ما په کارونو دعوی کوي، کانگرس دې خپل کار وکړي او د هغه ولس د ښیگڼې کارونه دې وکړي چې دوی یې کانگرس ته لیږلي دي.

د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي، د ولسمشر بارک اوباما په مشري د حکومت اجرائیوي ارگان د دوی د صلاحیتونو په غصبولو تورنوي.

XS
SM
MD
LG