د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ایتوپیا په افریقا کې تر ټولو موثره پوځي قوه لري


ولسمشر براک اوباما د ایتوپیا د صدراعظم هیلي میریم دسیالین سره د خبري کنفرانس پر وخت
ولسمشر براک اوباما د ایتوپیا د صدراعظم هیلي میریم دسیالین سره د خبري کنفرانس پر وخت

د امریکا ولسمشر براک اوباما په ختیځې افریقا کې د ترورریزم سره په مبارزې کې د ایتوپیا نقش وستایه خو تر څنګ یې د دغه هیواد د مشرانو نه وغوښتل چې د بشري حقونو درناوي دې وکړي او د ښې حکومتوالۍ ډاډ دې ورکړي.

براک اوباما د امریکا لومړنی ولسمشر شو چې ایتوپیا ته سفر کوي. هغه پرون د صدراعظم هیلي میریم دسیالین سره د ایتوپیا په ملي ماڼۍ کې وکتل. اوباما ژمنه وکړه چې د سخت دریزه ډلو سره په مبارزې کې به د ایتوپیا لاس نیوی کوي.

هغه همدرانګه په سومالیې کې د الشباب د وسله والې ډلې په خلاف د ایتوپیایي ځواکونو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د دغو ځواکونو له برکته نه یوازې په سومالیې بلکه د ایتوپیا په یو شمیر ګاونډیو هیوادونو کې هم امنیتي وضعیت ښه شویدی.

" ایتوپیا د افریقا په لویې وچې کې تر ټوله موثره پوځي قوه لري او لکه چې ما مخکې هم وویل، د ایتوپیا پوځ د سوله ساتونکوځواکونو تر ټولو ستر مرسته کوونکي پوځ دی. د همدې موثریت له وجې هغوي د زیاتو وینو د تویدو مخه نیولي ده او مونږ غواړو چې د هغوي مرسته باید وشي. "

خو د امنیتي ځواکونو د ستاینې تر څنګ ولسمشر براک اوباما د بشري حقونو او ښې حکومتدارۍ په برخې کې د ایتوپیا د کړنو په اړه ډانګ پیلې څرګندونې وکړلې.

د ایتوپیا د صدراعظم هیلي میریم،ګوند په اکثرو پارلیماني انتخاباتو کې سل په سلو کې ټولې څوکۍ ګټلي دي او دا تور پرې دی چې په لس ګونه سیاسي مخالفین او ژورنالیستان یې د تروریزم ضد د عملیاتو په بهانې نیولي او بندیان کړي یې دي.

ښاغلي میریم، ژمنه وکړه چې په حکومتي چارو کې به سمون راولي او زیاته یې کړه چې د دیموکراسۍ لپاره زمونږ ژمنې حقیت لري او یوازې د کاغذ پر مخ خبرې ندي.
" مونږ پدې ښه پوهیږو چې د ایتوپیا په اړه نظرونه او هغه څه چې په حقیقت کې دي، زیاتو برخو کې یو شان ندي، دا زمونږ د پاره یوه اندیښنه ده او غواړو چې کار پرې وکړو. خو باید دا هم وویل شي چې زمونږ په هیواد کې دیموکراسې لا بیخي نوې ده. "

د امریکا ولسمشر براک اوبام د افریقا لویې وچې ته پدې سفر کې کوښي کوي چې په جنوبي سوډان کې روان کړکیچ ته هم د حل یوه لاره پیدا کړي. هغه پرون د دوشنبې په ورځ د کینیا، یوګانډا او افریقایي ټولنې د مشرانو سره غونډې درلودې او د جنوبي سوډان په وضعیت یې خبرې کړیدي. اوباما خبرداری ورکړ چې په جنوبي سوډان کې بشري وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي او دا چې وخت هم مخ په تیریدو دی.

XS
SM
MD
LG