د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د داعش په خلاف جګړه به اوږده او سخته وي


ولسمشر اوباما د دفاع په وزارت کې د اسلامی دولت د ډلې په اړه خبرې وکړلې
ولسمشر اوباما د دفاع په وزارت کې د اسلامی دولت د ډلې په اړه خبرې وکړلې

د امریکا ولسمشر وايي چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف جګړه به اوږده او سخته وي او د گټلو لپاره یې د امریکا د پوځي قوت نه علاوه ډیر څه ته ضرورت شته.

ولسمشر باراک اوباما د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ته ولاړ او د امریکا د دفاع د وزیر آشتن کارټر او د امریکا د پوځ او استخباراتو د لوړ رتبه چارواکو سره یې وکتل او د اسلامي دولت د ډلې خلاف د جګړې د ستراتیژۍ په اړه یې خبرې وکړې.

ولسمشر اوباما وویل "زه به د هغه څه نه پيل وکړم چې ما د اول نه ویلي و او هغه دا چې دا به چټکه نه وي. دغه د اوږدې مودې کمپاین دی."

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې «وخت ته ضرورت شته چې [داعش] له منځه یووړل شي، او دغه د ځايي قوتونو کار دی چې زموږ ایتلاف به یې وروزي او د ایتلاف هوايي ځواک به یې ملاتړ وکړي."

ولسمشر اوباما مخکې ژمنه کړې وه چې د دې نه بغیر چې امریکايي عسکر جګړې ته واستوي، د اسلامي دولت د ډلې د پرمختګ مخه به نیسي او دغه ډله به ماتوي.

څه موده وړاندې ولسمشر اوباما دا خبره هم کړې وه چې د داعش د ماتولو لپاره یوه "بشپړه ستراتیژي" نه شته.

ولسمشر اوباما د داعش په خلاف د یو داسې کمپاین خبره وکړه چې څو اړخه لري. د هغه په وینا له یوې خوا به د داعش په خلاف د ایتلافي قواوو بریدونه ادامه ومومي. په عیني وخت کې به د داعش د مالیې منابعو د له منځه وړلو لپاره هڅې وشي او په عراق او نورو ځایونو کې به د ځايي ځواکونو د پياوړي کولو لپاره کار وشي.

اوباما پخپلو خبرو کې دیته هم اشاره وکړله چې داعش د امریکا په شمول د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې خلک استخدام کړیدي، او په همدې خاطر د دې ډلې ماتول زیات پوځي قدرت ته اړتیا لری.

XS
SM
MD
LG