د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او امریکايي سرتیري خپل منځي ډزو کې ووژل شول


څرګنده نده چې کومې غاړې لومړې ډزې پیل کړی
څرګنده نده چې کومې غاړې لومړې ډزې پیل کړی

د افغان او امریکايي سرتیرو تر منځ د ډزو په پایله کې د چهارشنبې په ورځ، د دواړو غاړو یو-یو کس ووژل شو. د پیښې لامل څرګند ندی خو چارواکو ویلي چې دا وسله واله نښته د ننګرهار د والي دفتر مخې ته هغه مهال رامنځته شوه چې افغان او امریکايي چارواکو غونډه کوله.

د افغان او امریکایي منابعو په وینا په جلال آباد کې د یو امریکایي دیپلومات او د سرپرست والي له لیدنې او د دیپلومات د تگ وروسته د والي د دفتر مخ ته د ناتو او افغان سرتیرو ترمنځ په نښته کې یو امریکایي او یو افغان سرتیر ووژل شول. همداشان په دغه نښته کې د دواړو خواو څخه یو شمیر نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د یو امریکایي مامور له خولې لیکي چې یو افغان سرتیري پر امریکایي عسکرو باندې ډزې وکړې یو امریکایي عسکر یې وواژه او لږ تر لږه دوه تنه امریکایي عسکر یې ټپیان کړل.

د امريکا د سفارت ویاند د ننگرهار ولایت د پیښې په اړوند وویل "مونږ د جلال آباد په ښار کې د ولایت مقام ته نږدې د ډزو په اړه چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت سرتيري هم پکې ښکېل دي خبر يو. دغه پېښه د سرپرست والي سره د متحده ايالاتو د یوه لوړ پوړي چارواکي د ليدنې کتنې وروسته پېښه شوه. ياد چارواکي او د سفارت هغو کارکوونکو ته چې د هغه ملتيا يې کوله په دغه پېښه کې زيان نه دی اوښتی او ټول روغ رمټ دي."

ناتو هم دغه پیښه تائید کړې خو د وژل شوي سرتیري هویت یې نه دی څرگند کړی. د سږکال د پیل راهیسې چې د ناتو ځواکونو خپل نوی ماموریت پیل کړی دا د ناتو سرتیرو د وژل کیدو دوهمه پیښه ده. همداشان د جنورۍ په ٢٩ یو افغان سرتیري درې تنه امریکایي قراردادیان هم وژلي وو چې پخپله برید کوونکی هم په کې وژل شوی و.

د ننگرهار ولایت د پولیسو قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد وایي دا د امریکایي دیپلومات او سرپرست والي له کتنې څخه سمدستي وروسته پیښ شول. هغه وویل " همدا چې امریکایي چارواکی لاړ، ناڅاپي یو افغان سرتیري پر امریکایي عسکرو چې په دې ځای کې موجود وو، ډزې وکړې."

جنرال شیرزاد وویل چې ددغه افغان سرتیری نوم چې پر امریکایي عسکرو یې برید وکړ او په متقابلو ډزو کې ووژل شو د لغمان ولایت اوسیدونکی عبدالعظم و.

XS
SM
MD
LG