د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه وايي ٨ پاکستاني پوځيان یې وژلي


صدیق صديقي وایي، جګړه تېره شپه شوې، خو د دې لپاره چې د پېښې بشپړه څېړنه وشي، د سرحدي پوليسو يو پلاوی سيمې ته تللی دی.
عکس: رویترز - ارشیف
صدیق صديقي وایي، جګړه تېره شپه شوې، خو د دې لپاره چې د پېښې بشپړه څېړنه وشي، د سرحدي پوليسو يو پلاوی سيمې ته تللی دی. عکس: رویترز - ارشیف

د افغانستان حکومت وايي، چې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه، د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سرحدي سيمه کې د حقاني شبکې د يوې پخوانۍ ديني مدرسې د ملکيت پرسر شوې.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي يو خبري کنفرانس ته وويل، چې د معلوماتو له مخې په دې څو ساعته جګړه کې ۸ پاکستاني سرتېري او يو افغان سرحدي پوليس وژل شوي دي.

ښاغلي صديقي وويل، جګړه تېره نيمه شپه شوې، خو د دې لپاره چې د پېښې بشپړه څېړنه وشي، د سرحدي پوليسو يو پلاوی سيمې ته تللی دی.

هغه وویل " که د ډيورنډ په کرښه هر ډول اقدام کېږي، د دواړه هېوادونو د تفاهم په صورت کې به ترسره کېږي، پرته له هغه زموږ ځواکونه پوره صلاحيت لري، چې مخنيوی يې وکړي. پاکستاني ځواکونو له اصولو څخه د سرغړونې په ترڅ کې د تاسيساتو جوړولو هڅه وکړه، چې زموږ ځواکونو يې مخه ونيوله، بالاخره جګړه وشوه، چې زموږ يو سرحدي پوليس وژل شوی او د مطبوعاتو له لارې مو اورېدلي، چې ۸ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي."

خو په همدې حال کې بيا ځينو پاکستاني رسنيو د هغه هېواد د مقاماتو په حواله ليکلي، چې افغان ځواکونو پر پاکستاني سرتېرو حمله کړې، لږ تر لږه شپږ امنيتي کسان يې ټپيان کړي دي.

د سرحدی ځواکونو ساتمن نجیب الله چې تیره شپه د پاکستاني سرتیرو سره په جگړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ
د سرحدی ځواکونو ساتمن نجیب الله چې تیره شپه د پاکستاني سرتیرو سره په جگړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

په پکتيا کې د سرحدي ځواکونو د زون قوماندان جنرال عبدالبصيرخپلواک وايي، جګړه وروسته ترهغه شوې، چې پاکستاني ځواکونو د شپې په تياره کې د ديني مدرسې پرځای د ځان لپاره د تاسيساتو جوړولو کار پيل کړ.

جنرال خپلواک امريکاغږ ته وويل، چې لومړی بريد پاکستاني ځواکونو داسې مهال وکړ، چې افغان سرحدي پوليسو يې د تاسيساتو جوړنې د کار د مخنيوي هڅه وکړه. هغه زياته کړه چې جګړې د شپې له ۱۲ څخه د سهار تر ۵ بجو دوام وکړ.

افغان حکومتي چارواکي وايي، ياده شوې ديني مدرسه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ۶۰۰ متره دننه د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې، چې اوس غيرفعاله ده، خو د وخت په تېرېدو سره پاکستاني ځواکونو په خپل تصرف کې راوستلې ده.

د پکتيکا د والي مرستيال عطا الله فضلي وايي، څو ځله مخکې هم پاکستاني ځواکونو هڅه کړې وه، چې پر دې ديني مدرسې کې د ځان لپاره تاسيسات جوړ کړي، خو هر ځل يې افغان ځواکونو مخنيوی کړی دی.

هغه وويل " موږ مخکې هم له دوی سره خبرې کړې دي او پرون هم زموږ امنيتي ځواکونو له پاکستاني چارواکو سره غونډه کړې وه، چې دغلته بايد تاسيسات جوړ نشي، خو هغوی دا خبره ونه منله."

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG