د لاس رسي وړ اتصالات

شریف او غني د سولې د بهیر پر بیا پیلولو وغږېدل


افغان او پاکستاني مشرانو دغه راز د بریتانيې له صدراعظم سره هم ګډه ناسته لرله
افغان او پاکستاني مشرانو دغه راز د بریتانيې له صدراعظم سره هم ګډه ناسته لرله

د افغانستان او پاکستان مشرانو په فرانسې کې د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس په څنډو کې سره ولیدل.

مشران له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو او د کابل-اسلام اباد د اړیکو د بېرته ښه کولو پر لارو چارو غږېدلي دي.

ښاغلي غني او ښاغلي شریف په خپلو کې تر خبرو مخکې د برتانیا له لومړي وزیر صدراعظم هم وکتل.

د دواړو هېوادونو اړیکې په کابل کې د یو شمېر ترهګریزو بریدونو نه وروسته خرابې شوې وې.

د لومړي وزیر نواز شریف دفتر په یوې اعلاميې کې ویلي "د سولې او بیا پخلاینې د بهیر پر بیا پیلولو هم خبرې وشوې." له افغان طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هدف د افغانستان د څوارلس کلنې جګړې ختمول دي.

په اعلاميې کې راغلي " دواړو مشرانو موافقه وکړه چې له هر هغه چا سره چې د مشروع سیاسي لوبغاړي په توګه په دغه بهیر کې ورګډيږي، کار کوي او د افغان حکومت سره په ګډه به د هغوی خلکو پر ضد دریږي چې سوله نغواړي. "

په اعلامیې کې ویل شوي ښاغلي شریف ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې" د ترهګرۍ د ګواښ په ختمولو کې چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي، خپل ټول وس وکاروي."

پاکستان د همدغه کال د جولاۍ په میاشت کې په لومړي ځل د ځینو افغان چارواکو او طالب استازو ترمنځ د خبرو کوربه و.

خو، د سولې د دغو خبرو دویم پړاو د ملا عمر د مرګ د خبرو له خپرېدو وروسته لغوه شو؛ پاکستان د ملا عمر د مرګ د خبرو په افشا کولو کې هغه کړۍ تورنې کړي چې نغواړي د سولې خبرې نتیجه ورکړې.

تراوسه افغان حکومت د ښاغلیو غني او شریف د ننیو خبرو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د ښاغلي غني د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د کابل- اسلام اباد اړیکې ډېرې ښې شوې وې، خو په کابل کې د ځینو ځانمرګو بریدونو، چاودنو او لسګونو کسانو دوژل کېدو او ژوبل کېدو څخه ورسته دغه اړیکې خرابې شوې،

ولسمشر غني پاکستان تورن کړ چې له افغانستان سره په یوه نا اعلان شوي جنګ کې ښکیل دی او پر دې سربېره یې پاکستان د افغانستان په روانو نا امنیو په لاس لرلو هم ګرم وباله.

XS
SM
MD
LG