د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد په کابل کې د خپلو دیپلماتانو د امنیت اندیښنه لري


قاضي خلیل الله وایي د افغان رسنیو له لارې د پاکستان په هکله د پروپاگندا په اړه پاکستان دمخه افغان چارواکو ته خپلې اندیښنې څرگندې کړې دي.
قاضي خلیل الله وایي د افغان رسنیو له لارې د پاکستان په هکله د پروپاگندا په اړه پاکستان دمخه افغان چارواکو ته خپلې اندیښنې څرگندې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د پاکستان د سفارت د کارکوونکو، د سفارت او قونسلگریو ساتنه د پاکستان له لومړیتوبونو څخه ده.

ښاغلی خلیل الله وایي په دې اړه یې افغان چارواکي خبر کړي دي او د هغه په وینا افغان لورې ورته ډاډ ورکړی چې په دې هکله به ټول ممکن اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل "مونږ د خپلو اندیښنو څخه په افغانستان کې اړوند چارواکي خبر کړي دي او هغوئ راته دا ډاډ راکړی چې زمونږ د سفارتي عملې او ودانیو د ساتنې دپاره به د خپل وس پورې ټول ګامونه اخلي".

د امریکا غږ د ډیوه رادیو په حواله په کابل کې د پاکستاني سفارت هغه کارکوونکي چې د سفارت د ودانۍ نه بهر استوګن وو د امنیتي اندیښنو له امله اوس د سفارت ودانۍ ته انتقال شوي دي. اسلام آباد تر دې دمه پدې اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.

ښاغلي خلیل الله وویل د افغان رسنیو له لارې د پاکستان په هکله د پروپاگندا په اړه پاکستان دمخه افغان چارواکو ته خپلې اندیښنې څرگندې کړې دي.

تیره اوونۍ د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د افغان سفیر جانان موسی زی ورغوښتی و. پاکستاني چارواکو ویلي چې سفیر موسی زی یې د افغان چارواکو د هغو څرګندونو د سپیناوي لپاره وربللی و چې وايي پاکستان لاهم له طالبان جنګیالیو سره مرستې کوي.

په کابل کې د وروستېو بردیدونو سره سم ځینو افغان چارواکو او رسنیو پر پاکستان کلکې نیوکې وکړي او د پاکستان حکومت يې د طالبانو په ملاتړ تورن کړ. پاکستان تلل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG