د لاس رسي وړ اتصالات

غني: له ترهګرۍ سره د رښتینې مبارزې وخت راغلی


راحیل شریف ولسمشر غني ته وویل چې د پيښور د برید عاملینو ته به سزا ورکوي
راحیل شریف ولسمشر غني ته وویل چې د پيښور د برید عاملینو ته به سزا ورکوي

د پېښور له برید یوازې یوه ورځ وروسته د پاکستان د پوځ تر ټولو لوړ پوړی چارواکی کابل ته ولاړ او هلته یې د ولسمشر محمد اشرف غني، په افغانستان کې د ایساف ځواکونو له قوماندان جنرال جان کمپل او یو شمېر نورو لوړو پوړیو افغان چارواکو سره ولیدل.

ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز راحیل شریف سره په خبرو کې د ترهګرۍ په وړاندې د اسلام اباد او کابل پر ګډې همکارۍ او مبارزې ټېنګار وکړ.

دواړو خواوو د ایساف د قوماندان په مخکې ولیدل او خبرې وکړې.

ښاغلي غني ویلي چې اوس د دې وخت رسیدلی چې پاکستان او افغانستان په ګډه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه رښتینې مبارزه وکړي.

جنرال شریف د یو لوړپوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ماسپښین کابل ته ورسېد، چې د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر هم ورسره مل و.

ظاهرآ کابل ته د دوی د سفر هدف په افغانستان، پاکستان او سیمې کې د افراطیت او ترهګرۍ سره په مبارزې کې د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې ښودل شوي دي.

خو د ارګ په اعلامیې کې د دواړو خواو ترمنځ د خبرو ډېر نور جزییات ورکړل شوي نه دي.

پاکستان ملا فضل الله غواړي

د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف ویلي چې په پېښور کې پر ښوونځي برید کوونکي به ژر تر ژره ونیسي او محاکمه به یې کړي.

ځینو پاکستاني رسنیو دا خبر هم ورکړی چې پاکستاني پلاوی به له افغانستان څخه وغواړي چې د پاکستاني طالبانو یو مشر ملا فضل الله ور وسپاري.

خو د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې ښاغلي شریف له ولسمشر غني او یا کوم بل چارواکي نه دا غوښتنه کړې ده که څنګه؟

پاکستان دعوه کوي چې ملا فضل الله په افغانستان کې پټ دی او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي، خو افغان چارواکي دا تورونه په کلکه ردوي.

پاکستاني رسنیو دا رپوټ هم ورکړی چې شاید د پېښور په پرونیو بریدونو کې هم د ملافضل الله د ډلې لاس وي.

دا لا معلومه نه ده چې ایا رښتیا هم ملا فضل الله په افغانستان کې دی او کابل یې اسلام اباد ته د سپارلو او نه سپارلو واک لري که نه؟

دا خبرې داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې امریکایي چارواکو د پاکستاني طالبانو یو بل لوړپوړی قوماندان لطیف محسود، له افغان حکومت سره له سلا مشورې پرته، اسلام اباد ته وسپاره.

د پېښور او د یحی خېلو برید ګر، یو دي

د جمهوري ریاست اعلامیه وايي ولسمشر غني له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره په خبرو کې، د پېښور برید او په برید کې د ماشومانو وژل په کلکه وغندل او دا یې پر افغانستان او د نړۍ پر ټولو مسلمانانو برید وباله.

ښاغلي غني ویلي چې د پېښور بریدکوونکي، په استقلال لیسې او د پکتیکا په یحیي خیلو کې د ولیبال پر لوبې برید کوونکي یو ډول ترهګر دي. د یحیی خېلو په ولسوالۍ کې په شوي ځانمرګی برید کې څه باندې ۶۰ تنه وژل شوي وو.

د پېښور په پروني برید کې لږ تر لږ ۱۴۱ تنه ووژل شول چې ۱۳۲ یې ماشومان وو او تر ۱۰۰ زیات نور ژوبل شول.

د ډېرو وژل شویو جنازې نن وشوې، پاکستان د دغې پېښې له کبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی چې نن یې لومړنۍ ورځ وه.

دغه برید دننه په پاکستان او بهر کې په کلکه وغندل شو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG