د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني ښځې د امنیت ټینګولو کې ونډه اخلي


د پاکستان په امنیتي ادارو کې د ښځو ونډه په ټولو چارو کې زیاته شوې ده
د پاکستان په امنیتي ادارو کې د ښځو ونډه په ټولو چارو کې زیاته شوې ده

په پاکستان کې اکثره خلک په دې باور دي چې د امنیت ساتلو کار یواځې د نارینه دنده ده، خو اوس د پوځ په لیکو کې د ښځو په یوځای کیدو سره د پاکستان په سړکونو باندې ښځینه سرتیرو گزمې پیل کړي دي.

د جنوبي اسیا د ستراتیژگ ثبات د انستیتوت عمومي رئیسه ماریه سلطان وایي د ښځو په شمیر کې نه یوازې د پاکستان په وسلوالو ځواکونو کې زیاتوالی راغلی بلکې اوس پاکستانۍ ښځې په ملیشه ځواکونو کې هم برخه اخلي.

میرمن سلطان زیاتوي چې پاکستانۍ ښځې د جبهې په لومړۍ کرښې کې په جنگي هڅو کې هم برخه اخلي.

میرمن سلطان دا اقدام د پاکستان د ښځو لپاره یو لوی پرمختگ بولي چې پاکستانۍ میرمن به له دې وروسته د هیواد د دفاع په برخې کې د نارینه و سره اوږه په اوږه ونډه ولري.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د پوځي خویندو په نوم یو مستند فلم په انترنیت کې ډیر شهرت موندلی. دا فلم د پاکستان په پوځ کې د درېو ښځینه سرتیرو د ژوند کیسه ده. ددې ډول فلمونو خپریدل د هیواد په محافظه کاره ټولنه کې چې د ښځو لپاره په عامه مرکزونو کې د کار کولو چانس کم دی، معمولي خبره نده.

د طاهر په نوم یو خبریال وایي چې پاکستاني پوځ اوس هڅه کوي چې د ښځینه سرتیرو په هکله د مستندو فلمونو د ښودلو له لارې د هغوی فعالیتونه په ډاگه او عام کړي څو په پوځ کې د دندې لپاره د نورو ښځو پام ځانته جلب کړي.

د ښځینه سرتیرو د ژوند په هکله دا فلم د ځایي نجونې پام هم وسلوالو ځواکونو ته اړولی دی.

د فرحې په نوم د شرکت یوه کارکونکې وایي کله چې د ښونځي په اتم ټولگي کې وه د زړه له تله یې غوښتل چې د هیواد په پوځ کې د سرتیرې په توگه دنده ترسره کړي.

د پاکستان په سړکونو باندې ښځینه ځواکونه گزمه کوي
د پاکستان په سړکونو باندې ښځینه ځواکونه گزمه کوي

په کال ١٩۴٧ کې چې پاکستان د بریتانوي هند بیل شو تر اوسه د پاکستان په پوځ کې څه دپاسه څلور زره ښځینه سرتیرې د هیواد د ساتنې په دندې بوختې دي. د تیرو اوو کلونو په اوږدو کې په پاکستان کې په هوایي ځواکونو کې د ښځو شمیر له ١٠٠ نه څه دپاسه ٣٠٠ ته لوړ شوی دی.

په پاکستان کې د ترهگرۍ په ضد ښځینه ځواکونه د لومړي ځل لپاره په کال ٢٠٠١ کې په پلازمینه اسلام اباد کې رامنځ ته شول او د خیبر پښتونخوا ایالت په گډون اوس په ټول هیواد کې حضور لري.

XS
SM
MD
LG