د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په راتلونکي کال کې د خپلو وگړو سرشمیرنه کوي


اټکل کیږي چې د پاکستان نفوس به اوس د تیرو ١٨ کالو په پرتله شاو خوا پنځوس په سلو کې زیات شوی وي.
اټکل کیږي چې د پاکستان نفوس به اوس د تیرو ١٨ کالو په پرتله شاو خوا پنځوس په سلو کې زیات شوی وي.

پاکستان وروسته له اتلس کالو یو ځل بیا په داسې حال کې د خپل ولس سرشمیرنه کوي چې اټکل کیږي وگړي یې ٥٠٪ زیات شوي دي.

د پاکستان د حکومت د احصایی اداره د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د هیودا د نفوس د سرشمیرنې لپاره لازمه بودجه تخصیص شوې او ټاکل شوې چې دا سرشمیرنه د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې پیل شي. دا سرشمیرنه به د ۱۴۵ میلیون ډالرو په لگښت تر سره شي.

په پاکستان کې په هرو لسو کلونو کې نفوس شمیرل کیږي او د ١٩٥١ کال راهیسې په پاکستان کې پنځه ځلې سرشمیرنه شوې ده. وروستۍ سرشمیرنه په ۱۹۹۸ کال کې شوې وه چې ددې هیواد نفوس ۱۳۲ میلیونه ښودل شوی و.

اټکل کیږي چې د پاکستان نفوس به اوس د تیرو ١٨ کالو په پرتله شاو خوا پنځوس په سلو کې زیات شوی وي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا د هغو احصائیو له مخې چې د دې هیواد د احصایی ادارې او سروی گانو د نفوس د کلنۍ ودې په اړه یې تر سره کړي، داسې باور دی چې د پاکستان نفوس به د دوه سوه میلیونو له شمیرې څخه اوښتی وي. په دې توگه پاکستان د نړۍ شپږم ډیر نفوس لرونکی هیواد کیږي.

د هغه اعلامیې په بنسټ چې د چارشنبې په ورځ خپره شوه، دغه سرشمیرنه به ١۴٥ میلیونه ډالر لگښت ولري او لومړنۍ پایلې به یې د ٢٠١٦ کال د جون په میاشت کې راڅرگندې شي او وروستنۍ شمیره به د ٢٠١٧ کال په دسمبر کې خپره شي.

ټاکل شوې وه چې پاکستان په ٢٠٠٨ کال کې سرشمیرنه وکړي، خو سیاسي ناارامۍ، شخړې او طبیعي پیښې ددې سبب شوې چې دا کار وځنډیږي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا دا سرشمیرنه د سیاسي کبله هم حساسه موضوع ده، ځکه د دې له مخې د پراختیایي بودجې په اړه تصمیمونه نیول کیږي چې هر ولایت ته ځانگړې کیږي.

دا سرشمیرنه به همداشان د هیواد مذهبي او قومي جوړښت هم په ډاگه کړي، لکه په کراچۍ کې چې په تیره لسیزه کې ورته د ترهگرۍ ځپلي شمال لویدیځ څخه زیات شمیر پښتانه ورکډه شوي دي.

انتظار کیږي چې د نفوس زیاته وده به د هیواد د خوراکي توکو او اوبو خوندیتوب د گواښ سره مخامخ کړي او د بیکارۍ کچه به په ځانگړې توگه د ځوانانو په منځ کې لوړه کړي.

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان کم نفوسه ولایتونه لکه په جنوب لویدیځ کې د لېرې پروت بلوچستان نفوس د پنجاب په پرتله چې له ډیر پخوا څخه ددغه هیواد پر سیاست باندې برلاسي دی، زیاته وده کړې ده.

په افغانستان کې د احصایی او سرشمیرنه مسله یو عمده چلنج پاتې شوی دی. د طالبانو د رژیم له پرزیدو وروسته داسې هڅې شوې وې چې ددې هیواد نفوس وشمیرل شي. خو په هیواد کې د پراخو ناامنیو او د سیاسي ستونزو له کبله دغه پروژه پلې نه شوه.

د افغانستان د مرکزي احصایی ادارې په ٢٠٠٩ کال کې د هیواد په گوټ گوټ کې یوه سروی وکړه چې د هغې په بنسټ یې د افغانستان د وگړو شمیر چې په داخل کې اوسیږي څلوریشت نیم میلیونه تنه اټکل کړی و.

XS
SM
MD
LG