د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد: د ممنوعه سیمې د خوندي ساتنې غږ


د القادري په امر، د هغه پلویانو پارلمان ته د ننوتلو او یا ترې د وتلو لاره بنده کړې ده.
د القادري په امر، د هغه پلویانو پارلمان ته د ننوتلو او یا ترې د وتلو لاره بنده کړې ده.

د پاکستان حکومت ددې سیاسي کړکیچ د مخنیوي دپاره پر پوځ غږ کړی دی چې دغه مهمه امنېیتې ساحه خوندی وساتي خو مظاهره کوونکي چې له خنډونو څخه تیر شوی وایی لاره یی هیڅ څوک نشي بندولی.

په اسلام آباد کې د نن ورځې مظاهرې هم د حکومت د مخالفو گوندونو د مشرانو په غوښتنې او مشرۍ تنظیم شوې وې. مخالفین ادعا کوي په پاکستان کې د دوه زره دیارلسم کال په ټاکنو کې چې د هغه هیواد په تاریخ کې په سوله اییزه بڼه ملکي حکومت ته د سپارلو لومړنۍ تجربه وه، په لوي لاس درغلۍ شوې وې.

مظاهره کوونکو نن اسلام آباد پداسې حال کې فلج کړی و چې خپل پرمختگ ته یی د حساسې امنیتی سېمی په لور په پوره زور دوام ورکاوه. دغه مهمه امنېتي ساحه د حکومتي ودانیو داسي ځانگړې سیمه ده چې تل کلک امنیتي ترتیبات پکې نیول کیږي. په همدې سیمه کې د لویدیځو هیوادونو اکثر سفارتونه پخپله د پارلمان ماڼۍ او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف کور هم موقعیت لري.

مظاهره کوونکي وایي "مونږ به د پارلمان مخې ته کینو چې د عدالت د تامین لپاره خپله مبارزه او مظاهره وکړو. زمونږ لاره به تل سوله اییزه وي حتې که وږي یو او که تږي، زمونږ دا مظاهره به دوام لري."

ښاغلي خان خپلو ملاتړو ته د وینا په ترڅ کې وویل "مونږ به د اسامبلې د ودانۍ منځ ته نه ځو مونږ به یی په شاو خوا سیمو کې سره غونډ شو او زمونږ شمیر به دومره زیات وي چې خلک به د مصر د تحریر څلورلاره له یاده اوباسي".

په پاکستان کې مظاهرو د نړۍ په گوټ گوټ کې د نورو پاڅونو اوغورځنگونو نه الهام اخیستی دی.

دا خبره په واشنگتن کې د ملي دفاع د پوهنتون استاد پیتر ایلتسوف وکړه، " زه فکر کوم چې د حکومت په وړاندې د دریدلو دا الهام، په منځني ختیځ کې له وروستیو مظاهرو نه اخیستی دی. هغوی په اوکراین کې له انقلاب نه هم الهام اخیستی دی، ځکه دې بهیر اوس په نړۍ کې ېوه عمومي بڼه غوره کړېده په ځانگړي توگه په دې سیمه کې چې البته ډیرخطرناک بهیر دی."

پاکستان د پوځي کودتاوو او سیاسي قتلونو تاریخ لري او هر ځلې چې مظاهرې کیږي، د تاوتریخوالي ویره ورسره پېدا کېږي.

ایلتسوف وایي داسې نه ښکاري چې ښاغلی شریف چې تیر کال یې بیسارې ټاکنې د اکثریت په رایو وگټلې، د واک څخه لاس واخلي خو دی زیاتوي چې د پاکستان صدراعظم باید د مخالفو گوندونو سره یوه موافقه وکړي.

هغه وویل، "او دا هغه څه دي چې شریف ییې کوي. نوازشریف هڅه کوي چې د عمران خان سره یوې گډې موافقې ته ورسیږي ښایي په حکومت کې د یو مقام په ورکولو ، ښایی د تیرو ټاکنو په اړه د بیا تفتیش له لارې له هغه سره روغه وکړي."

بل پلو د پاکستان ستری محکمی نن د مخالفو گوندونو مشرانو عمران خان او طاهر القادري ته پر صدرعظم باندې د استعفی د فشار اچولو په سر ، سبا ته په محکمې کې د حاضریدو امر کړیدی.

د عمران خان او القادري ملاتړي د پاکستان د کمزوري اقتصاد او خلکو ته د خدماتو په چارو کې مثلا خلکو ته د بریښنا د سهولت په برابرولو کې د ناکامۍ له امله خورا په غوسه دي او خان غواړي چې د خلکو له دې غوسې څخه د صدراعظم د لیرې کولو دپاره کار واخلي.

د کرکت لوبې د پخواني ستوري په توگه هغه د هیواد په لری پرتو او مرکزي سیمو کې شهرت لري، خو ایلتسوی وایی د هغه بریالیتوب ښایی په پاکستان کې د دیموکراتیک پرمختگ د لاری خنډ وي.

هغه زیاته کړه، "زه فکر کوم چې هغه د لویدیځ خلاف او دامریکا خلاف اجندا لري.دهغه کړنلاره ډېره زېاته اسلامی او مذهبي ده."

حکومت بیا پر مظاهره کونکو تور لگوي چې غواړي په هغه هیواد کې د دیموکراسۍ په لور د پرمختگ مخه ونیسي خو د زور د کارولو پر ځای یې د خبرو او ورسره د مذاکراتو وړاندیز کړی دی خو د مخالفو گوندونو دواړو مشرانو فعلا د حکومت سره د خبرو وړاندیز رد کړی دی.

نوشین افتخار د طاهر القادري د گوند پلوۍ وایی، " دا ناممکنه ده چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو نه پرته دا سیمه پریږدو. مونږ همدې مرام ته د رسیدو دپاره له خپلو کورونو نه را وتلي یو او هیڅوک پرته له نتیجې بیرته نه ستنیږي"

ښاغلي القادري خپلو ملاتړو ته چې د ودانۍ مهم سړک یې نیولی امر کړی چې چا ته دې اجازه نه ورکوي چې څوک د پارلمان ودانۍ ته ننوځي او یا ترې ووځي.

مظاهره کوونکو نن چارشنبه وروسته له هغې د بریا اعلان وکړ چې د پارلمان نه بهر یې د لارې خنډونه له منځه یوړل او د ودانۍ په مخکې یې مهم سړک ونیو. اوس دوی په همدې سړک باندې د صدراعظم نواز شریف د استعفی کولو نارې وهي.

خو ښاغلی شریف وایي ددې ټولو فشارونو سره سره به له خپلې وظیفې نه استعفی ونکړي. هغه پر پوځ باندې د مسلې د حل او فصل غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG