د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په مظاهرو کې پر ژورنالستانو باندې بریدونه


پولیسو د مظاهره کوونکو د خورولو دپاره د اوښکي بهونکي گاز نه کار واخیست.
پولیسو د مظاهره کوونکو د خورولو دپاره د اوښکي بهونکي گاز نه کار واخیست.

د سیمه اییزو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ پاکستاني پولیسو نن د یکشنبې په ورځ د مظاهره کوونکو په وړاندې چې په اسلام آباد کې د حکومت د غندنی دپاره یې کمپونه جوړ کړي وو، د اوښکي بهونکي گاز نه کار واخیست.

دوې اونۍ کېږي چې په پاکستان کې مظاهرې په شدت سره دوام لري.

د مظاهره کوونکو مشران عمران خان او طاهر القادري خپلیو پخوانیو غوښتنو ته دوام ورکوي او په وار وار وایي ترڅو چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف استعفی ونکړي نو دوي به بیرته ولاړ نشي.

د کرکت پخوانی لوبغاړی د تحریک انصاف د گوند مشر، عمران خان د خپلو پلویانو د ملاتړ دپاره د هغوي سره پر خپلې ملتیا ټینگار درلود "زه دلته یم زه له تاسو سره یم. زه ټوله شپه همدلته له تاسو سره وم . او زه به دلته له تاسو سره ترهغه وخت پورې واوسم چې خپل هیواد ته آزادی واخلو."

په مظاهرو کې مرگ ژوبله

د پرون شپې په مظاهرو او نښتو کی ېوه مېرمن وژل شوېده. د شنبې د ورځې نه راهیسی کله د پولیسو او مظاهره کونکو تر منځ نښتې پیل شوي، لږ تر لږه د دریو مظاهره کونکو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی او تر دریو سوو نور ټپیان شوی دی.

په پاکستان کې د مظاهرو په ترڅ کې سلهاو کسان ټپي شوي دي.
په پاکستان کې د مظاهرو په ترڅ کې سلهاو کسان ټپي شوي دي.

د مظاهره کوونکو غوښتنې

د نوشین په نوم یوه مظاهره کوونکي وایي، "له هرې خوا نه د گازو مرمۍ راوریدلی. مونږه ټوله شپه د اوښکې بهونکي گاز د گولېو له امله وکړیدلو. ما له حکومت نه د ښو کړنو تمه نلرله. هرڅه چې کولای شي ودې کړي، خو ترڅو چې یو غوره بدلون رانشي او یا هم انقلاب مو بریالی نشي،موږ بیرته نه ځو."

بله مظاهره کونکې د اوسني حکومت پر مشروعیت هم شک وښود. هغې وویل، "مونږ خپل هدف ته د رسیدو نه پرته نه په شا کیږو. حکومت د اساسي قانون پر بنسټ د خپل ددې کار دپاره هیڅ کوم قانوني دلیل او یا توجیه نلري. حتی مخکې یی هم د خپل موجودیت دپاره کوم قانوني دلیل او بنسټ ته درلود."

د پاکستان د پوځ رول

د پاکستان پوځ پدې اونۍ هڅه وکړله چې شخړه او نارامي اواره کړي. ښاغلي قادري وويل چې پوځ پدې جنجال کې د منځگړتوب وړاندیز وکړ.

په اتمي وسلو سمبال دا هیواد چې نفوس یی یو سلو اتیا ملیونو ته رسي د ټول تاریخ په نیمایی برخه کې یی پوځ د هیواد چاری کنترول کړی دی. که څه هم چې پوځ وایي پدې کړکیچ کی یی د دخالت موخه د نظم ټینگول دي خو ځینی پدې باور هم دي چې پوځ په هر حالت کې د چارو د بیا کنترول موخې ته رسیدل غواړي.

پر ژورنالستانو برید

په وروستیو رپوټونو کې ویل شوي چې پاکستاني پوځ نه یوازې چې مظاهره کونکي ځپی بلکه دوي حتي پر ژورنالستانو او د تلویزیوني خبري شبکو پر کارکونکو باندې چې د مظاهرو په اړه د خبر رسولو دپاره هلته موجود دي، هم بریدونه پیل کړي دي.

په اسلام آباد کی د امریکا غږ خبریال ایاز گل وايي د څو څو خبري ادارو کمره مینان نن د پولیسو په وړاندی د مقاومت او نښتو په ترڅ کې ټپي شوي دي. خبریالان هم د پولیسو لخوا سخت وهل شوي او ډبول شوي دي

نواز شریف ته نږدې یو وزیر پر ژورنالستانو باندې دا بریدونه غندلي دي او په هیواد کی ټولو خبري ادارو هم دا عمل غندلی دی.

دا دوې اونۍ کیږي چې مظاهره کوونکو د پارلمان د ودانۍ مخې ته د احتجاج په ډول خیمې وهلي. دوي پرون د صدراعظم نواز شریف کور ته د ننوتلو هڅه هم وکړه.

دوي د کرینونو څخه کار واخیست تر څو د هغه د کور په لور اچول شوې موانع لرې کړي خو پولیسو یی د خورولو دپاره د اوښکی بهونکی گاز څخه کار واخیست.

د تورونو په اړه د نړیوالو څارونکو غبرگون

پر نواز شریف باندی تورلگول شوی دی چې د دوه زره دیارلسم کال په ټاکنو کی د درغلی له لاری واک ته رسیدلای دی. خو ددې تور په وړاندی نړیوال څارونکي بیا وایی چې ټاکنې آزادی او شفافې وې.

پخپله ښاغلی شریف وايي هغه به استعفی ونه کړي هغه د مخالفو گوندونو له مشرانو سره د مذاکراتو او خبرو له لارې د سیاسي کړکیچ د حلولو زیار وایست خو تراوسه پورې ټول مذاکرات ناکامه شویدي.

XS
SM
MD
LG