د لاس رسي وړ اتصالات

"د پاکستاني پوځ بنسټ پاله عناصر د حکومت پرځول غواړي!"


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د مظاهره کوونکو په وړاندې د ځانگړو تدابیرو چمتووالی وښود.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د مظاهره کوونکو په وړاندې د ځانگړو تدابیرو چمتووالی وښود.

د پاکستان په سیاسي کړکیچ کې د پوځ د دخالت په اړه هم ځیني شک لري.

ځیني څیړونکي پدې باور دي چې که په ذروي وسلو سمبال پاکستان کې چې ډیری نظامونه او حکومتونه یی د ټاکنو له لارې نه بلکې د پوځي کودتا له لارې بدل شوي، دا مظاهرې شدت ومومي نو پوځ کولای شي چې پر تگ راتگ باندې بندیز ولگوي او حتی پر حالاتو باندې د کنترول په نوم پوځي حکومت اعلان کړي.

د یو بهرني څیړونکي نظر

په ویلسن سنتر کې د جنوبی آسیا د چارو څیړونکی مایکل کوگلمن د امریکا غږ سره د مرکې په ترڅ کې دغه ټکي ته اشاره وکړه.

هغه پدې باور دی چې ددې مظاهرو اور ته د پاکستان په پوځ کې د ځینو بنسټ پالو عناصرو له خوا لمن وهل کیږی.

ښاغلی کوگلمن وایي، " دا مظاهرې ددوي په لارښوونې پدې هڅې تر سره کیږي چې د نواز شریف حکومت را وپرځول شي."

هغه ددې مظاهرو د لا شدت وړاندوینه وکړه او ویی ویل چې د اوسني کړکیچن د حالت پای اوس د پاکستان د پوځ په لاس کې دی.

د پوځ چمتووالی

د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف پرون د صدراعظم نواز شریف سره وکتل او د پاکستان ددفاع وزیر خواجه آصف رویترز خبري آژانس سره د مرکې په ترڅ کې وویل چې حکومت د مظاهره کوونکو په و ړاندې د ځانگړو تدابیرو چمتووالی نیولی.

هغه وویل، "ډله اییز توقیف نه، خو په ټاکلې اندازه به د پوځي ځواک له زور څخه کار واخیستل شي خو مونږ به خورا محتاط واوسؤ چې حالت لا ویجاړ نشي."

د پارلمان بیړنۍ غونډه

نواز شریف د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان سره
نواز شریف د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان سره

دا پداسې حال کی ده چې په هغه هیواد کې جدي سیاسي اوسنی کړکیچ ددې سبب شو چې د صدراعظم په مشرۍ د پارلمان د ملی اسامبلې او د سنا د مجلس غړي بیړنۍ غونډه وکړي.

نواز شربف په پارلمان کې د نننۍ بیړنۍ غونډې مشري په غاړه درلوده. هغه د پارلمان غونډې ته وینا ونه کړه او پر ځای یې یادداشتونه اخیستل او د نورو ویناو ته یی غوږ نیولای و.

ټاکل شوې وه چې هغه به پارلمان ته وینا کوي خو د وینا کونکو په زیاتیدو د هغه دفتر په ډاگه کړه چې د مقالو او خبرو لړۍ به ټوله اونۍ دوام وکړي او ښایي هغه د غونډې په وروستۍ ورځ په پای کې وینا واوره وي.

د شریف سره د پارلمان ملاتړ

پدې بیړنۍ غونډه کې هم د ملي اسامبلې او هم د سنا د مجلس غړو برخه اخیستې وه څو د صدراعظم نواز شریف سره چې د بیساري بغاوت سره مخ شوی دی، خپل ملاتړ څرگند کړي.

د کورنیو چارو وزیر چودري نثآر علی خان پداسې حال کی مظاهره کونکي په کلکه ورټل چې صدراعظم نواز شریف یی تر څنگ کرار ناست و. هغه وویل، "دا د پاکستان په خلاف بغاوت دی دوی ساختگي او مصنوعی انقلابیون دي. دوي تررستان دي!"

د مظاهرو او اعتراضونو دوام

په پاکستان کې زرهاو مظاهره کونکو نن د سه شنبې په ورځ هم دا ژمنه تکرار کړه چې دوي به خپل ماموریت ته چې د صدراعظم نواز شریف را پرځول دي، دوام ورکړي.

پولیس د مظاهرې سیمه تر ځانگړي څار لاندې نیولې ده.
پولیس د مظاهرې سیمه تر ځانگړي څار لاندې نیولې ده.

دا مظاهرې چې د کرکت د پخواني لویغاړي عمران خان او دینی عالم طاهر القادری په مشری پیل شوی دی د آگست د میاشتې له نیمایي راهیسې دوام لري چې په پلازمینه کې یی د عامو خلکو د ژوند ورځنۍ چارې په ټپه درولي او د لارې د بندیدو سبب گرځیدلي.

د مظاهرو په سیمه کې چې دوي پکې خوب، خوراک او ناسته پاسته کوي، کثافات او فاضله مواد هرې خوا تر سترگو کیږي چې د بد بوي سبب شوي دي.

زیات شمیر مظاهره کوونکي د خپلو فعالیتونو په تړاو او هغه گډوډي یی چې له کبله را منځته شوې، خواشیني نه څرگندوي.

مظاهره کونکي وايي که واکمن چارواکي عدالت وکړي، نو دوي به خپلو کورونو ته ستانه شي
مظاهره کونکي وايي که واکمن چارواکي عدالت وکړي، نو دوي به خپلو کورونو ته ستانه شي

د محمد شیر امتیاز په نوم یو مظاهره کونکی وایي، "سوداگریزې ادارې بندې دي. ښوونځي تړلې دي خو دا راته ووایه چې پدې تیرو پنځه شپیتو کلونو کې مونږ کومی سوداگریزې گټې درلودلي؟ څه تعلیم مو تر لاسه کړی بی وزلی خلک د سړک په سر مري. دا د چا له لاسه؟ دا ددوي له لاسه!"

د گجرات نه د راغلي یوه بل مظاهره کونکي غبرگون دا دی، "خلکو ته د اوسنی زیان ذمه وار مونږ نه یو بلکه واکمن چارواکي دي: که دوي عدالت پر ځای کړي مونږ به خپلو کورونو ته لاړ شو. او دا زیانونه به هم ختم شي."

شاهد اقبال د فیصل آباد نه بل مظاهره کونکی وایي ملت باید د بدلون موخې ته د رسیدو دپاره ځان قربانیو ته چمتو کړي.

هغه زیاته کړه، "زه پخپله یو سوداگر یم او باور وکړه چی ما پخپله د ملیونونو زیانونه گاللی دي. ما خپل ټولې موسسې او دوکانونه وتړل. او پروا یی هم نه کوم چې که څه راته پاتی نشي. هغه څه چې زه یې غواړم بدلون دی غواړم دغه هیوادته یو غوره بدلون راشي. چې که زمونږ دپاره نه وي آو مونږ ونه ژغوري زمونږ راتلونکی نسل خو به خوندي وي او د عزت یو ژوند خاوندان خو به شي.

د دواړو خواو ټینگار

شریف چې په نولسوه نهه نویم کې یې حکومت د پوځي کودتا له کبله وپرځول شو، د سیاست ډگر ته په بیا ستنیدو یی د تیر کال د می په میاشت کې د ټاکنو اکثر رایی وگټلې. هغه استعفی پداسې حال کې نه مني چې د هغه سیاسي مخالفینو د حکومت له خوا د خبرو وړاندیز هم رد کړی دی او هیواد یې له لوي کړکیچ سره مخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG