د لاس رسي وړ اتصالات

د لشکر جنگوي سخت دریځې ډلې مشر ووژل شو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیر کال ملک اسحاق د نړیوالو ترهگرو په لیست کې داخل کړی و..
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیر کال ملک اسحاق د نړیوالو ترهگرو په لیست کې داخل کړی و..

پاکستاني مقامات وایي پولیسو د لشکر جنگوي سخت دریځې ډلې مشر مالک اسحق د هغه دوه ځامن او ١١ تنه نور د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول. په نښته کې شپږ تنه پولیس هم ټپیان شوي دي.

د جنگوي سخت دریځې ډلې مشر چې د القاعده شبکې سره یې نژدې اړیکې درلودې، دوه ورځې مخکې د دوو شیعه مسلمانانو په وژنه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی و.

پاکستاني مقامات وایي چې د اسحاق د موټرو کاروان ته د ملتان ښار د زندان په لور په غزیدلې لار وسله والو کسانو کمین نیولی و چې د تاوتریخوالي په ترڅ کې د جنگوي ډلې مشر، او لږ تر لږه د هغه ١٣ تنه پلویان ووژل شول.

د رپوټونو له مخې اسحاق یو خطرناکه قاتل و چې حتی قاضیان له هغه څخه ډاریدل او د محاکمو په جلسو کې هغې ته چی او بیسکټ وړاندې کیدل.

ملک اسحاق چې ویل کیږي د مړینې پر وخت ٥٥ یا ٥٦ کلن و، څو کاله یې په پاکستان کې آزاد فعالیت کاوه. په پاکستان کې د هغه د وژل کیدو جزیات مبهم پاتې دي.

ملک اسحاق د سلگونو شیعه مسلمانانو په وژنه او په ځانگړې توگه د بلوچستان په ایالت کې د شیعه مذهبو پر عبادت ځایونو باندې په بریدونو په طرحه کولو تورن دی.

هغه د کویټې په ښار کې د ٢٠١٣ کال د بمي برید مسولیت منلی و چې په هغه کې دوه سوه کسان وژل شوي وو. د وژل شویو اکثریت شیعه مذهبه مسلمانان وو.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تیر کال ملک اسحاق په پاکستان کې په وسله والو بریدونو، بمي چاودنو، د شیعه مذهبي مشرانو او د مدني ټولنې د فعالینو د وژلو په تور د نړیوالو ترهگرو په لیست کې داخل کړی و.

XS
SM
MD
LG