د لاس رسي وړ اتصالات

نن په پاکستان کې د ډیموکراسۍ او حکومت آزموینه ده


د عمران خان تحریک انصاف گوند او د بل سیاستوال طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحریک نن – پنجشنه د اګست ۱۴- د نواز شریف د حکومت د ړنګولو په موخه لاریونونه کوي .

داسې ښکاري چې د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی واکمن مسلم لیگ گوند چي تېرکال یی په غوڅ اکثریت انتخابات وگټل، واک ته له رسیدو وروسته تر ټولو لويي ننګونې یا چیلنج سره مخامخ دی.

د عمران خان تحریک انصاف گوند وايي چې د تېر کال په انتخاباتو کې درغلي شوېده او د ١۴ اگست نیټه یې ټاکلې چې د هېواد د مختلفو برخو سره به د گوند غړي اسلام آباد ته لاریون وکړي او تر هغه به هلته احتجاجي ناسته روانه وي چې حکومت ړنگ شوی نه وي.

د اسوشيټید پرس خبري آژانس وايي چې عمران خان د سه شنبي په ورځ د اګست په ۱۲وویل د انسانانو سیلاب پر اسلام آباد ور روان دی، او هېڅوک یې هم مخه نیولی نه شي.

عمران خان وايي تر هغه به په اسلام اباد کې احتجاجي غونډې کوي چې د نوازشریف حکومت ړنګ کړی نه وي.
عمران خان وايي تر هغه به په اسلام اباد کې احتجاجي غونډې کوي چې د نوازشریف حکومت ړنګ کړی نه وي.

د نواز شریف حکومت پرضد دویم گوند د پاکستان عوامي تحریک دی چې مشري یې طاهر القادري کوي.

دی په خټه پاکستانی دی چې اوس په کاناډا کې اوسیږي خو په دې وروستیو کې پاکستان ته ورستون شوی او وایي چې انقلاب راولي او د نواز شریف حکومت ړنګوي.

طاهرالقادري وايي د پاکستان اوسنی جمهوری نظام د خلکو ستونزي نشي حل کولي او باید دغه حکومت او نظام ختم کړل شي او په کار پوه او مناسبو خلکو یو حکومت دې جوړشي.

کله چې طاهرالقادري وپوښتل شي چې د پاکستان په اساسي قانون کې داسي کومه ماده خو نشته چې یو انتخاب شوی حکومت دی لېری او پر ځای دې له انتخاباتو پرته، حکومت جوړ شي؟

دی وايي چې د پاکستان اساسي قانون د پاکستان خلکو ته دا حق ورکوي چې د حکومت د خرابو پالیسو او تګلارو پر ضد، لاریون او غږ پورته کړي.

د طا هر القادري پلویانو تیرکال هم په اسلام اباد کې د پخواني حکومت پر ضد څلور ورځي احتجاجي ناسته کړي وه
د طا هر القادري پلویانو تیرکال هم په اسلام اباد کې د پخواني حکومت پر ضد څلور ورځي احتجاجي ناسته کړي وه

د تحریک انصاف گوند پر خیبر پښتونخوا ایالت واکمن او د پاکستان په پارلمان کې دریېم لوی سیاسي ګوند دی.

دغه ګوند دعوه کوي چې د پاکستان په تېرو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي او دا چې د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون د دوی شکایت په سم ډول څېړلی نه دی.

د عمران خان ګوند په لومړي سر کې د قومي اسمبلۍ د څلورو انتخاباتي محلونو د رایو بیا شمېرلو غوښتنه کړې وه، خو کمیسیون یې په اړه پرېکړه ونه کړه، چې عمران خان په دغه برخه کې د نواز شریف حکومت پړ بولي.

عمران خان تر تېرې جولاۍ دا خبره منله چې که د نوازشریف حکومت د سترې محکمي د قاضیانو یو کمیسیون جوړ کړی او په څلورو انتخاباتي محلونو کې د ادعا شویو درغلیو پلټنه وکړي، دوی به خپل پلان شوی لاریون، لغوه کړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د عمران خان د غه غوښتنه د سه شنبي په ماښام په یو یوې تلویزوني وینا کې ومنله او د پاکستان سترې محکمې دریو قاضیانو یوه کمیټه یې وټاکله چې په تېرو انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې وڅېړي، خو د عمران خان گوند وايي اوس ډېر ناوخته دی چې، کمیټه دې په اړه پلټنې او څېړنې وکړي، د دوی تازه غوښتنه دا ده چې صدراعظم نوازشریف دې استعفی ورکړي او له وخته مخکې دې انتخابات وشي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف خبرداری ورکړی چې هېچا به اجازه ورنکړي چې د پاکستان د اساسي پر ضد ګام پورته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف خبرداری ورکړی چې هېچا به اجازه ورنکړي چې د پاکستان د اساسي پر ضد ګام پورته کړي.

خو ښاغلي شریف دا خبرداری هم ورکړی چې هېچا ته به اجازه ورنکړي چې گډوډي جوړه کړي او د اساسي قانون سره لوبي وکړي.

د پاکستان اساسي قانون وايي که انتقالي حکومت هم جوړیږي نو هغه به د پاکستان واکمن حکومت او په اسمبلۍ کې د اپوزیسون گوند په مشوره وي چې په دریو میاشتو کي دننه به نوي انتخابات کوي.

په انتخاباتو کې د اصلاحاتو غوښتنې

نژدې ټول سیاسي گوندونه دا غوښتنه لري چې د پاکستان په انتخاباتي سیسټم کې دې اصلاحات راشي او اوسنی کمیسیون دې له سره جوړ شي.

په کوټه کې د بلوچستان ایالتي پوهنتون د تاریخ د څانگې مشر ډاکټر کلیم بړیڅ وايي ټول پاکستاني ګوندونه یوه غوښتنه لري " ټول سیاسي گونونه که په حکومت کي دي یا د حکومت ضد دي، وايي چې د انتخاباتو د شفافیت لپاره په انتخاباتي سیسټم او کمیسیون کې د اصلاحاتو راوستل ضروري دي."

د قانون پوهانو په نظرانتخاباتي اصلاحات په دې باوري چې، په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو راوستل ډېر وخت اړتیا لري.

ښاغلی بړیڅ په دې باور دی چې په انتخاباتي سیسټم کې تغیرات د پارلمان لاره ښه راتللی شي.

هغه وایي " د لومړي وزیر لخوا د سترې محکمې د دریو قاضیانو کمیسیون جوړښت ورسته د عمران خان د مارش جواز نه جوړیږي چی بیا احتجاج روان وي خو داخبره اوس څرگنده شوه چي د عمران خان پلان د اوسني حکومت ړنګول دي. "

طاهر القادري وايي چې په پاکستان کې به انقلاب راولی او ټول نظام به بدلوي.
طاهر القادري وايي چې په پاکستان کې به انقلاب راولی او ټول نظام به بدلوي.

خو اوس خبره د پارلمان دباندې سړکونو او احتجاجي غونډو ته رسېدلې ده.

عمران خان د حکومت وړاندیز رد کړ او وايي د حکومت سره هر ډول خبرې به اوس د احتجاجي ناستې په درشل کې وی.

حکومت د لاریون د مخنیوي دپاره د اسلام اباد لاری تړلي دی
حکومت د لاریون د مخنیوي دپاره د اسلام اباد لاری تړلي دی

له ښاغلي بړیڅ نه مو وپوښتل چې ایا دا د نواز شریف د حکومت تېروتنه نه وه چي د سیاسي ګوندونو غوښتنې ته یې په خپل وخت ځواب ورنکړ؟

هغه وایي "یقینا زما په فکر د پاکستان لومړي وزیر او د حکومت کسانو او دهغوي سیاسي متحد ینو دا پکار وو چي د عمران د څلورو محلونو او نورو سیاسي گونونو د انتخاباتو په اړه چې کومې غوښتنې وې کې وختي په دې جدي گامونه اخیستي ول نو نن به عمران خان ته دا موقع نه وه برابره شوې چې د اوږد مارش له لارې ټول نظام د ړنګولو او ختمولو ته چمتو شوی دی ."

د پاکستان د سیاسي گونونه اکثریت ویره لیري چې د عمران خان دغه غیر سیاسي چلند به پوځ ته زمینه برابره کړي چې یو وارې بیا واک ترلاسه او جمهوري نظام ړنگ کړي، او پاکستان به یو وارې بیا مارشل لا یا د پوځي حکومت شاهد وي، چې ممکن کلونه وخت ونیسي چې بیا ولسي حکومت واکمن شي.

XS
SM
MD
LG