د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د عضب عملیاتو وروستی پړاو پیلوي


د پاکستان پوځ اوس غواړي د ضرب عضب عملیاتو وروستی پړاو ترسره کړي.
د پاکستان پوځ اوس غواړي د ضرب عضب عملیاتو وروستی پړاو ترسره کړي.

په شمالي وزیرستان کې د طالبانو او نورو یاغیانو د مرچلو د له مینځه وړلو په مقصد د "ضرب عضب" د عملیاتو له پیل نه شاوخوا یو کال وروسته، پاکستاني چارواکي وايي عملیات په نوي سلنه ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ اوس غواړي د عملیاتو وروستی پړاو ترسره کړي.

پوځي چارواکي وایي په تیر یوه کال کې یې ٢٧٠٠ وسله وال یاغیان وژلي دي او د هغوی لږ تر لږه اته سوه پټ ځایونه یې ویجاړ کړي دي.

یو لوړپوړي پوځي چارواکي چې په دې عملیاتو کې په مستقیمه توگه شریک دی وایي پوځ د وروستي گزار لپاره تیاری نیسي او د ځمکنیو عملیاتو دمخه له هوایي ځواک څخه کار اخلي.

د افغانستان پوله

د سیمې اوسیدونکو د ځواکونو خوزښت تائید کړی، خو یو شمیر قومي مشرانو خبرداری ورکړی چې یاغیان د غرني سرحد له لارې د افغانستان لور ته اوړي.

د سیمې یو مشر عجب خان د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "شاوخوا شل تنه یاغیان هره ورځ له سیمې وځي او په دې وروستیو کې شاوخوا دوه تنه یاغیان د افغانستان خاورې ته ننوتلي دي."

خو د پوځي چارو څیړونکي خبرداری ورکوي او وایي تر هغه چې په قبائیلي یاغي نیمه خپلواکه سیمه کې اداري او اقتصادي اصلاحات نه وي رامنځ ته شوي، پوځي لاس ته راوړنې ښایي دومره گټورې نه وي.

دا قبائیلي سیمه په پاکستان کې خورا وروسته پاتې او له اقتصادي پلوه بې وزلۍ سیمه ده او د هغه سیمه ییز قانوني سیستم له مخې اداره کیږي چې څه دپاسه یوه پیړۍ دمخه د برتانیوي نیواکګرو واکمنو له خوا تپل شوی و.

د پاکستان دڅیړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز رئیس امتیازگل وایي " ددې ورستي گزار دوام به تر ډیره د سیمې د اساسي قانون پورې تړلي وي".

دا په داسې حال کې دي چې په سلگونو زره ملکي وگړي د مخکنيو عملیاتو په وجه د شمالي وزیرستان څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د پوځي عملیاتو له کبله بیځایه شوي خلک
د پوځي عملیاتو له کبله بیځایه شوي خلک

متقاعد جنرال طلعت مسعود وایي "دا پوځي لاس ته راوړنې به یواځې د تمرینونو یوه برخه وي، بشپړه بریالیتوب د بیځایه شویو وگړو پر ځای پر ځای کولو او په قبائیلي سیمه کې پر پرمختیاو پورې اړه لري".

بلخوا د عملیاتو د شفافیت او د وژل شویو کسانو د هویت په هکله هم شک موجود دی. ځکه د ملکي وگړو د وژنو په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي، خو په لانجمنه سیمه کې د سخت پوځي کنترول له وجې د مرگ ژوبلې په هکله کره معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG