د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان:د مهمو دولتي ودانیو ژغورنه پوځ ته وسپارل شوه


د پاکستان سیاسي کړکیچ نن په داسې حال کې نوې پړاو ته ور داخل شو چې کله د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان، څوک چې د روان احتجاجی لاریون مشري کوي، خپلو پلویانو ته د اسلام آباد ممنوعه سیمې ته د ورننوتلو امر وکړ.

ممنوعه سیمه یا ریډ زون هغه ځای دی چېرې چې د پارلمان او د صدراعظم نواز شریف د کور په گډون نورې د دولت مهمې ودانۍ او د نورو ملکونو سفارتونه موقعیت لري.

د عمران ددې پرېکړې نه وروسته حکومت ددې مهمې سیمې د حفاظت دنده پوځ ته وسپارله.

په پاکستان کې د حکومت مخالفه گوندونو د عمران خان تحریک انصاف او د طاهر القادري عوامي تحریک گوند د اگست په څوارلسمه نېټه د حکومت په خلاف مارش شروع کړ. دواړه ډلې د نواز شریف د حکومت د استعفی غوښتنه کوي.

عمران خان د حکومت په خلاف دوه ورځې له مخه د مدني نافرمانۍ غورځنگ پیل کړ. د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسامبلۍ پرته یې د پارلیمان او نورو ایالتي اسامبلو نه استعفی هم ورکړې ده.

د عمران خان د دغې وینا نه وروسته د نوازشریف واکمن گوند عمران خان ته د خبرو اترو وړاندیز وکړ خو عمران خان وایي چې اوس به د نوازشریف په استعفی خبري کیږي.

د پاکستان د حکومتي گوند مسلم لیگ نون گوند یو غړې سر انجام خان وایی چې عمران خان یواځي خبرې کوي په حقیقت کې هغه حکومت ته د گواښ پیښولو وړتیا نه لري.

هغه زیاتوي "عمران خان به خپل پلویان یو ځلي بیا یواځي پریږدي او بني گاله (د عمران خان کور) ته به وتیښتي. مونږ ته قوم رایې راکړې دي او مونږ به خپل جمهوري وخت پوره کوو."

سر انجام خان وایي چې د عمران خان په گوند کې ډیر تجربه لورنکي سیاستمداران موجود دي خو هغه د چا خبره نه مني او ټولي مهمي پریکړې په خپله کوي. له څوکیو به یې د استعفي پریکړه د پاکستان په سیاست کومه اغیز ونکړي.

هغه وایی "په قومي اسامبلې کې د عمران خان سره څومره څوکۍ دي چې دوي استعفي ورکړي اودا به د پاکستان په سیاسي وضعیت اغیز وکړي."

له بلي خوا عمران خان وایی چې هغه د بیرته تگ ټولي لارې بندې کړې دي او دا مارش به فیصله کونکی مارش وي.

د پاکستان تحریک انصاف سره تعلق لرونکی د خیبر پښتوخوا وکیل شوکت یوسفزی وایی چې د نواز شریف نه د استعفي غوښتنه کول د هغوي قانوني حق دی او اوس حکومت د خبرو اترو وړاندیز کوي خو مونږ د حکومت نه د ډیر وخت راهیسي هم د خبرو اترو غوښتنه کوله چې دوی نه منله.

هغه وایي " د اپوزیسیون اعتراضات ته ځواب ورکول د حکومت مسولیت دی. مونږ وایو چې حکومت په انتخاباتو کې درغلي کړې ده. که چیرته په انتخاباتو کې د درغلیو په هکله دوی پلټني پیل کړې وای او اوس چې د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار د خبرو اترو وړاندیز کوي دا یې پخوا کړی وای نو هیواد به د دې لانجې نه خوندي وای."

په داسي حال کې چې عمران خان د نواز شریف د استعفي غوښتنه کوي او حکومت د خبرو اترو وړاندیز کوي. شوکت یوسفزی وایي چې حکومت ورته په دغه هکله کوم وړاندیز ندی کړی

هغه وایي "په اصل کې حکومت تر اوسه پوري مونږ سره په دې هکله رابطه نده کړې. تر اوسه پوري چې مونږ تر کومه حده د حکومت د دریځ نه خبریږو هغه په ټلویزیون باندي د خبرو اترو د پروگرامونو د لارې خبریږو."

په هیواد کې دننه د سیاسي چارو څیړونکي د عمران خان دغه دریځ ډیر سخت بولي او وایی چې پکار ده عمران خان د خبرو اترو له لارې دغه شخړه حل کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG