د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: له دندې د نواز شریف استعفا ستونزه نه حلوي


له تېرو دوو ورځو راهېسې د نواز شریف د حکومت ضد زرګونه کسان په اسلام اباد کې تېره شوي او د هغه استعفا غواړي.
له تېرو دوو ورځو راهېسې د نواز شریف د حکومت ضد زرګونه کسان په اسلام اباد کې تېره شوي او د هغه استعفا غواړي.

د پاکستان د سیاسي چارو کارپو ډاکتر محمد تقي وايي چې له دندې د صدراعظم نواز شریف لېرې کېدل او استعفا د پاکستان سیاسي کړکیچ نه شي حل کولای.

د عمران خان او طاهر القادري ګوندونو له دندې د ښاغلي شریف د استعفا غوښتنه کړې ده .

د پاکستان د حکومت مخالفه گوند د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د حکومت سره د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی او ویلي یې دي چې تر هغه به د پارلمان د ودانۍ له مخې نه ځي چې صدراعظم نواز شریف استعفا کړې نه وي.

د پاکستان د تحریک انصاف او ورسره د پاکستان عوامي تحریک گوند پلویان د پارلمان مخي ته له دوو ورځو راهیسي ناست دي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د عمران خان هغه غوښتنه رد کړې ده چې استعفا دې ورکړي خو ویلي یې دي چې د هغه سره خبرو اترو ته تیار دی.

ښاغلی خان ادعا کوي چې د نواز شریف گوند د تېر کال په انتخاباتو کې درغلي کړی ده.

له بلي خوا د پاکستان د پوځ ویاند د دواړو خواو نه غوښتي چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزه هواره کړي .

د پاکستان د - دی نیوز ورځ پاڼي ) لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي وایي چې له دندې د نواز شریف استعفا د ستونزو حل نه دی.

د هغه سره د نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:12:30 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG