د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: پوځ په سیاسي کړکیچ اندیښمن دی

د پاکستان د پوځ مشر د خپلو قومندانانو سره تر ناوخته غونډه درلوده او ویې ویل چې اوسني بحران چې په تشدد اوښتی دی اندېښمن کړی دی.
د پاکستان د پوځ مشر د خپلو قومندانانو سره تر ناوخته غونډه درلوده او ویې ویل چې اوسني بحران چې په تشدد اوښتی دی اندېښمن کړی دی.

د حکومت ضد مظاهره چیانو چې لیندی او چوټکان ورسره وو، د یکشنبې په ورځ څو وار د پو لیسو سره نښتې وکړې او بلې خوا د پاکستان پوځ هم د نوازشریف د حکومت له خوا د نور زور څخه د کار اخیستلو په اړه خبرداریْ ورکړی دی. اوسنی سیاسي بحران حکومت ته د واک د تر لاسه کولو ورسته تر ټولو لویه ستوزه ګڼل کېږي.

د شنبې په شپه د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې چې د یکشنبې تر ورځي پوري جاري وی په کې لږ تر لږه دری کسان ووژل شول او نږدی ۴٠٠ کسان ټپیان شول چې په روغتونو کې بستر شوي دي.

لومړي وزیر نوازشریف د خپلو لوړ پوړو سلاکارنو سره ملاقات وکړ چې د تشدد د ختمولو دپاره یوه لاره ومومي.

د اعتراض دغه ناستې د حکومت مخالف سیاسي مشرانو عمران خان او علامه طاهرالقادري له تیرو دواونیو راهیسې شروع کړي دي. دوي غواړي چې لومړی وزیر نوازشریف دی استعفا ورکړی او دوی دا تور لگوي چې نوموړي د تیر کال په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د لارې واک ترلاسه کړی دی.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل و چې د پاکستان په تاریخ کې واک د یوه ډیمواکراټ حکومت څخه بل ډیموکراټیک حکومت ته انتقال شو.

د نوازشریف گوند، مسلم لیگ په انتخاباتو کې د غوڅ اکثریت ترلاسه کولو ورسته بریالی اعلان شو او د انتخاباتو څارنکو د پراخې کچي درغلۍ ونه موندلې . صدراعظم نواز شریف د استعفا ورکولو څخه انکار کړی او د حکومت او نورو سیاسي گوندنو مرکچیانو هڅې کوي چې طاهر القادری او عمران په دی قانع کړي چې خپلې مظاهري ختمې کړي.

د پاکستان د پوځ مشر د خپلو قومندانانو سره د یکشنبې په ورځ تر ناوخته غونډه درلوده او ویې ویل چې د اوسني بحران چې په تشدد اوښتی دی اندېښمن کړی دی.

د پوځ مشرانو په یوي بیاني کې په سیاسي مشرانو غږ وکړ چې خپل اختلافات حل کړي او د ((قوې څخه نور کار اخیستل به مسله نوره هم خرابه کړي))

دغه مظاهري د شنبې د ورځې تر ناوخته پوري سوله ایزې وې خو ورسته چې مظاهره کونکي د صدراعظم د دوفتر په لوري روان شول د پولیسو سره یی نښتنې پیل شوې.

لومړی وزیر نوازشریف د یکشنبې په ورځ د خپلو لوړ پورو چارواکو سره ولیدل. په یوي خبري بیانې کې نوازشریف وویل چې هغه به د بحران د حل د پاره د سې شنبې په ورځ د پارلمان گډه غونډه راوغواړي
لومړی وزیر نوازشریف د یکشنبې په ورځ د خپلو لوړ پورو چارواکو سره ولیدل. په یوي خبري بیانې کې نوازشریف وویل چې هغه به د بحران د حل د پاره د سې شنبې په ورځ د پارلمان گډه غونډه راوغواړي

چارواکو وویل دوي په مظاهره چیانو باندي د قوې نه د استعمال پرته بله لاره نه درلوده. ځینو مظاهرهچیانو د اوښکي بهونکي ګاز څخه د بچیدو په خاطر مولونه وهیلي وو.

د اسلام آباد د پولیسو مشر خالد خټک وویل چې تراوسه پوري یې په سلگونو کسان یی نیولې دي او د یکشنبې په ورځ هم خال خال نښتې وې او داسې ښکاریده چې د ماسپښن خوا ته مظاهره چیان بیا سره راغونډېږي.

ډاکټرجاوید اکرم چې د اسلام اباد د مرکزی روغتون ریس دی داسي وايي: ،،په ټپیانو کې ښځې ، ماشومان، خبریالان او د پولیسو افسران هم شامل دي چې د اوښکي بهونکي گازونو د کارتوسونه، لرگو او د اوسپنې د راډونو او د ربړي مرمیو په لگیدو زخمیان شوي دي،،.

لومړی وزیر نوازشریف د یکشنبې په ورځ د خپلو لوړ پورو چارواکو سره ولیدل. په یوي خبري بیانې کې نوازشریف وویل چې هغه به د بحران د حل د پاره د سې شنبې په ورځ د پارلمان گډه غونډه راوغواړي

د نواز شریف حکومت د وه گوندونو لخوا د د دولت په مهمو ودانیوو باندې برید غندلی دی. او دغه تشدد ېې ، ،،غیر ډیموکراټیک او د اساسې قانون خلاف بللی دی،،

حکومت زیاتوي چې د پولیسو او امنیتې ځواکونو لخوا د دفاعي اقداماتو نیول او د مظاهر ه چیان په پرشا تمبولو د ستاینې وړ دي.

حکومت مظاهره چیان گرم بلي او وايي چې حکومتې چارواکو د مخالفینو د استازو سره د خبر اترو هڅې وکړیْ. حکومت په بیانیې کې په عمران خان او طاهرالقادری غږ کړی چې بیرته د خبرو میز ته ورشي خو هغوي داسي هیڅ کومه اراده نه ده ښولي.

عمران خان او طاهرالقادري دواړو د خپل ورځې زیاتره برخه په کانټینروکې تیره کړه چې دوی له څو ورځو راهیسي پکښي اوسیږي. دوي خپلو پلویانو ته د احساساتو ډکې ویناوي وکړې. عمران خان وویل ،، اوس به آزادی او یا مرگ وي، موږ به ترهغه له دی ځایه ولاړ نشو ترڅو نوازشریف استعفا نه وي ورکړې،،.

طاهرالقادري او عمران خان دواړو په خلکو غږ وکړ چې ددوي د ملاټر دپاره دي لارو کوڅو ته ورواوځي.د عمران خان په گوند کې هم ښکاره کمزورتیاوې څرگنده شوي دي. د تحریک انصاف ګوند ریس جاوید هاشمي په یوه خبري کانفرنس کې وویل چې گوند مخکې پریکړه کړې وه چې د صدراعظم دفتر په لور به لاریون نه کویاو خبرداری یی ورکړ چې هیواد ،، مارشل لا،، یا پوځي واکمني ته نږدی شوی دی.

نوازشریف د شنبې په ورځ هوډ وکړ چې واک به پری نږدی. خو که تشدد ادامه ومومي نو دده حکومت به ډیر کمزوری کړي. دپاکستان د انگریزې ژبې ډان ورځپاڼي په خپل یوه مضمون کې لیکلي دي چې تر ټولو لویه پوښتنه اوس دا ده چې ایا نوازشریف به ددغه سیاسي بحرانه څخه ځان راوباسي؟ نو ځواب یې په اوسنیو حالاتو کې د ناهیلي نه ده.

XS
SM
MD
LG