د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې د باجوړ ورکې شوې ماشومانې موندل شوې


د دغو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کم ښودل شوي، خو نه پوهیږي چې چې چا او څنګه دلته راوستلي دي.
د دغو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کم ښودل شوي، خو نه پوهیږي چې چې چا او څنګه دلته راوستلي دي.

پولیسو د پاکستان په کراچۍ ښار کې هغه ۲۶ ماشومانې موندلي چې څه موده وړاندې د باجوړ له قبایلي سیمې څخه دغه ښار ته راوستل شوې وې.

دغه ماشومانې د کراچۍ ښار د لیاقت اباد په سیمه کې په یوه کور کې موندل شوي دي .

د لیاقت اباد د پو لیسو یو چارواکي افسرغوث بخش د امریکا غږ ته وویل چې د یوې مدرسې ښوونکې د دوشنبې په ماښام د نومبر په ۲۴ نېټه ماشومانې دغه کور ته راوستلي دي. د دغو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کلونو نه کم ښودل کیږي.

د کور خاونده طاهر وايي " مېړه مې په یوې مدرسې کې دنده لري او د مدرسې د یوې ښوونکې قرضداره و، هغې خپلې پېسې غوښتلې او موږه نه لرلې، بیا ښوونکې دا نجونې زموږ کور ته راوستلې او راته یې وویل چې د پېسو تر ورکولو پورې به دا ماشومان ساتﺉ."

طاهره وايي مېړه یې له دغې ښوونکې څلور سوه زره روپۍ پور اخیستې وې چې اوس یې ۱۵۰۰۰۰ زره پاتې دي.

دغه ماشومانې وړاندې د یوې ښوونکې په کور کې دننه یوې داسې جوړې شوې مدرسې کې وې چې نوم او نښانه نه لري.

په دغو ماشومانو کې یې ډېرو ویلي چې نه پوهیږي دغې سیمې ته څنګه راوستل شوي او چا راوستلي دي، خو دومره پوهیږم چې د دوی راوړونکې پېښورۍ ده.

ځینې ماشومانې وايي چې له شاوخوا دریو کلونو او ځینې یې بیا وايي اوس تازه په باجوړ کې له خپل کور کلي کراچۍ ته راوستل شوي دي.

پولیسو د طاهري مېړه نیولی دی او وايي چې د مدرسې د ښوونکې لټون هم کوي.

په کوټه کې د واکسین کوونکو وژنه:

د پاکستان څخه یو بل راپور وايي چې په موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۲۶ نېټه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ګوزڼ د واکسین د پروګرام پر کارکوونکو برید کړی، درې ښځې او یو سړی یې وژلي دي.

په پېښه کې یو شمېر نور کسان ژوبل شوي هم دي، وسله وال له سېمې تښتېدلي دي.

ېوې زخمي شوې واکسېناتورې په روغتون خبرېالانو ته وویل " مونږ اتو ښځو له یوه نارینه سره یو ځای په یو موټر کی سفر کاوه اوغوښتل مو چې ماشومان واکسېن کړو، خو په لاره کی دوو کسانو چې په یوه موټرسایکل سپاره وو، ناڅاپه یې پر موږ ډزې وکړې مونږ د مرستې چغې ووهلې خو هلته پولیس نه وو."

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دغه برید غندلی دی او برید کوونکي یې د پاکستان دښمنان بللي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو له ۷۰ څخه زیات روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.

د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې په نړۍ د گوزڼ د ناروغۍ په سلو کی ۸۵ پېښې یوازې په پاکستان کی ثبتې شوي او دغه شمېرمخ پر زېاتېدو دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG