په پاکستان کې پولیس وايي د کوټې په ښار کې یو ځانمرګي بریدګر لږ تر لږه اته تنه ووژل.
برید کوونکی په موټر سایکل سپور و او شاوخوا ۲۰ تنه نور یې ژوبل کړي هم دي.
یو لوړ پوړي چارواکي امتیاز شاه د اسوشیټټ پرس خبري اژانس ته وویل چې ځانمرګي د شنبې په ورځ د سرحدي لوا د ملېشو یو ګاډي ته نژدې ځان والوزوه.
کوټه د پاکستان د بلوچسان ایالت مرکز دی.
د حکومت ویاند انور کاکړ وايي چې په برید کې شپږ ولسي خلک او دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې اخیستی نه دی.
د بلوچستان په ایالت کې له ډېر وخته بلوچ ازادي غوښتونکي پر امنیتي ځواکونو دا ډول بریدونه کوي،په دغه ایالت کې نورې اسلامې ډلې ټپلې او اوربکي هم کې فعاله دي.