د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د اقلیم د بدلون په غونډه کې د عمل غوښتنه وکړه


Children transport drinking water in a village devastated by flash floods in Pansor, Salvador town, Lanao del Norte, in southern Philippines.
Children transport drinking water in a village devastated by flash floods in Pansor, Salvador town, Lanao del Norte, in southern Philippines.

د نړۍ څه د پاسه ١٥٠ مشران په پاریس کې د ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون په غونډه کې راټول شوي دي او هڅه کوي په داسي لارو چارو باندې موافقه وکړي چې د تودوخې درجه به، لوړیدو ته نه پریږدي چې ویجاړونکي پایلې ولري.

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په گډون د نړۍ د مشرانو هرکلی وکړ.

په دې غونډه کې چې د ملگروملتونو د سازمان له خوا جوړه شوې ده د شاوخوا ١٥٠ د هغو هیوادونو مشران راغونډ شوي دي چې د نړۍ ٩٠ سلنه زهرجن گازونه تولیدوي.

ولسمشر بارک اوباما د دو شنبې په ورځ په نړیوالو مشرانو ته وویل چې ددې کنفرانس بریا به په دې کې وي چې خلک څومره له کړاونو وژغورل شي او مځکه خوندي وساتل شي.

اوباما وویل د نړۍ مشران چې په دې غونډه کې گډون لري په هوا کې د زهرجنو گازونو د استخراج د کچې په کموالي او د مځکې د تودوخې په کمولو سره سلا دي.

ښاغلي اوباما وویل "دلته په پاریس کې زمونږ کار دا دی چې دغه پرمختگونه د انساني پرمختیا لپاره په یوه دوامداره چوکاټ بدل کړو"

هغه وویل "د لنډې مودې حل نه، بلکه د اوږدې مودې یوه ستراتېږي ته اړتیا ده چې نړۍ ته د کم کاربن گاز د استخراج باور ورکړي"

ښاغلي اوباما په گډونوالو غږ وړکړ چې په یو داسې سیسټم سره سلا شي چې شفاف وي او داسي باور ورکړي چې ټول خپلو وعدو ته ژمن دي.

هغه دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې وروسته پاتې هیوادونو ته داسې وسایل ورکړي چې له هغوی سره د پاکې انرژۍ په تولید کې مرسته وکړي.

قاطع بدلون

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په پاریس کې د اقلیم د بدلون غونډې ته وینا په مهال
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په پاریس کې د اقلیم د بدلون غونډې ته وینا په مهال

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وویل دا غونډه باید یو قاطع بدلون رامنځ ته کړي او زیاته یې کړه چې د نړۍ مشران دا قدرت لري چې د دې نسل او راتلونکي نسل وضعیت بهتره کړي.

ښاغلي بان زیاته کړه "تاسو دلته راغونډ شوي یاست چې نوی راتلونکی ولیکئ، د هیلو راتلونکی، او د ټولو لپاره د هوساینې، امنیت او وقار لپاره لوړې ژمنې وشي"

احتمالي خنډونه

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند په دې غونډه کې ١٩٥ گډوالو هیوادونو ته د اقلیم د بدلون په وړاندې مبارزې کې د خنډونو په اړوند خبرداری ورکړ.

په دې خنډونو کې د هر ډول موافقې قانوني توب، بې وزلو هیوادونو ته مالي مرستې او په هغو هیوادونو باندې څارنه شامله ده چې د گلخانه یي او زهري گازونو د کمولو ژمنه کوي.

سږ کال تر اوسه پورې ١٨٣ هیوادونه اوږد مهاله پلانونه صادر کړي چې د اقلیم بدلون سره به مبارزه کوي خو په دې لړ کې به تر یولسم د سمبر پورې د ستونزمنو مذاکرو او خبرو اترو تمه کیږي.

د اوباما اوشي ملاقات
د غونډې د پرانستلو نه مخکې د متحده ایالاتو جمهور بارک اوباما د چین د جمهور رئیس شي جنپنگ سره په ملاقات کې د اقلیم د بدلون په وړاندې د خپل هیواد او چین د همکاریو اړتیا ته اشاره وکړه.

ښاغلي اوباما وویل؛ " په نړۍ کې تر ټولو لوی اقتصاد لرونکي او د کاربن تولیدونکو هیوادونو په توگه مونږ دواړه په دې اړه جدي مسولیت منلی دی چې باید اقدام وکړو."

متحده ایالاتو ژمنه کړې ده چې تر ٢٠٢٥ کاله پورې ٢٨ سلنه زهري گازونه کم کړي حال دا چې د چین جمهور رئیس بیا ویلي چې هیواد یې داسې هدفونه ټاکلي دي چې خپل زهري گازونه به تر ٢٠٣٠ میلادي کاله پورې کم کړي.

د چین جمهور رئیس شي جنپنگ په دیپلوماتیکه ژبه وویل چې متحده ایالات او چین باید د همکارۍ یو نوی مثال جوړ کړي.

د چین جمهور رئیس وویل"د نړۍ اقتصاد په سوکه ډول په پښو دریږي. ترهگري مخ په زیاتیدو ده او د اقلیم بدون یوه ستونزه ده. په نړیوالو موضوعاتو کې غیر یقیني او بې ثباتي ډیره شوې ده."

جمهور رئیس اوباما به د دوشنبې د ورځې په پای کې د هند د صدراعظم نریندر مودی سره وگوري. د نړۍ د کاربن دای اوکساید او زهرجنو گازونو نیمه برخه متحده ایالات، هند او چین په گډه تولیدوي.

د هند د بریښنا وزیر پیاش گویل وایي هند اقلیمي عدالت غواړي. هغه زیاتوي "ټول هیوادونه باید یوځای شي او دا دوامداره ستونزه حل کړي. ټول هیوادونه باید یوې موافقې ته ورسیږي او پرمختللي هیوادونه چې په رښیتا د اقلیم د بدلون لامل دي باید خپل مسولیتونه قبول کړي او د مبارزې ژمنه وکړي."

خو اساسي موضوع ددې قیمت ورکول دي، یعني هیوادونه دیته نه دي تیار چې د هوا د ککړتیا د ویرې له امله خپلې اقتصادي گټې له پامه وغورځوي.

XS
SM
MD
LG