د لاس رسي وړ اتصالات

کیمبل: د ملاعمر مړینه به په طالبانو کې د انشعاب سبب شي


جنرال جان کیمبل وايي چې هیڅ امکان نه لري چې طالبان دې د افغانستان حکومت نسکور کړي.
جنرال جان کیمبل وايي چې هیڅ امکان نه لري چې طالبان دې د افغانستان حکومت نسکور کړي.

په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال کیمبل وايي، د ملاعمر د مړینې د خبر د خپریدو وروسته، اوس ښه فرصت دی چې د افغانستان حکومت طالبان سولې ته راوبولي. هغه دا هم وايي چې د ملاعمر مړینه به په طالبانو کې انشعاب راولي.

جنرال کیمبل دغه څرګندونې په هغه بحث کې وکړي چې د بروکینګز په انستیتوت کې د «افغانستان د راتلونکي» په اړه جوړ شوی و.

جنرال کیمبل وویل چې «د ملا عمر د مړینې قضیه، او دا چې هغه دوه نیم کاله مخکې مړ شوی دی، تغیرات به راولي. د طالبانو په منځ کې به د انشعاب سبب شي. دغه به ځینې طالبان دې ته تشویش کړي چې ژر د سولې خبرو ته حاضر شي او امکان یې شته چې ځینې نور بیا ژر د داعش یا اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شي.»

جنرال کیمبل وویل چې طالبان اوس پوهیږي چې ملا عمر څو کاله وړاندې مړ شوی دی او دوی به اوس د ځانو سره دا پوښتنه کوي ولې ورته دروغ ویل شوي و؟

جنرال جان کیمبل وویل چې اوس د افغانستان او پاکستان لپاره فرصت دی چې طالبان د سولې پروسې ته وهڅوي. خو هغه دا ومنله چې د سولې پروسه به یوه اوږده پروسه وي.

جنرال کیمبل او د هغه سیاسي سلاکار مت شیرمین په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو د ډیرو په اړه خوشبیني وښودله.

دوی د ولسمشر غني د پالیسۍ، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان سره یې مستقیمې خبرې پیل کړیدي، ستاینه وکړه.

خو جنرال کیمبل دا ومنله چې پاکستان په تیرو څو کلنو کې د حقانې د شبکې په خلاف، څنګه چې ورنه غوښتل شوي و، اقدامات نه دې کړي.

دغه امریکايي جنرال وویل چې د حقانې شبکه اوس هم د افغانستان او نړیوالو ځواکونو لپاره ګواښونه پيښوي. جنرال کیمبل زیاته کړه چې امریکا به په پاکستان باندې خپل فشار ته دوام ورکړي.

طالبان حکومت نه شي رانسکورولی

جنرال کیمبل دا مني چې اوس طالبان د افغانستان په ټولو سیمو کې جګړې کوي. خو هغه وویل چې دا امکان نه لري چې طالبان دې د افغانستان حکومت رانسکور کړي.

«هیڅ امکان نه لري چې طالبان دې، حتا که د جګړې د موسم سختو جګړو او [د طالبانو] د تلفات منلو ته وکتل شي، وکړی شي چې د افغانستان حکومت رانسکور کړي.»

هغه زیاته کړه چې طالبان یوازې لېري پرتو ولسوالیو کې ګواښ پيښوي او هغه هم اوس د افغانستان ځواکونه په دې قادر شوي دي چې په چټکی سره د هغو ولسوالیو مرکزونه چې د طالبانو لاس ته لویږي بیرته ونیسي.

«اوس یې دوی قابلیت لري، ظرفیت یې لري چې عکس العمل وښيي او خپل ځواکونه د هیواد بیلابیلو سیمو ته واستوي او بیرته د دغه ولسوالیو مرکزونه ونیسي، نو زه فکر کوم چې دا د پرمختګ نښه ده.»

دناټو د ځواکونو قوماندان وویل چې په دې وروستیو کې، په تیره بیا په شمالي ولایتونو کې، د طالبانو د پرمختګونو یو علت دا و چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د مشرتابه په برخې کې مشکلات درلودل.

هغه وویل چې د افغانستان ځواکونه د مشرتابه، د استخباراتي معلوماتو، د ماشین الاتو د حفظ او مراقبت، په لوجستیکي چارو کې، او د هوايي ځواکونو د روزلو په برخې کې ستونزې لري چې دغه په دې برخې کې به نړیوال ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ناټو د ماموریت راتلونکی

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان وویل چې د ناټو او امریکا په افغانستان کې امنیتي ځواکونو ته د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت لري. هغه وویل چې د دې ماموریت هدف دا دی چې د تیرو څورلسو کلنو لاس ته راوړنې وساتل شي.

جنرال کیمبل په افغانستان کې د امریکا د تروریزم پر ضد د مبارزې د ماموریت په اړه وویل چې هڅه دا ده چې په افغانستان کې بیا د امریکا په خلاف د کوم تروریستي برید پلان جوړ نه شي.

هغه وویل چې امریکايي ځواکونه په دې کې بریالي شوي دي چې د سپټمبر د ۱۱ نیټې په څیر یو بل داسې برید مخنوی یې کړی دی.

که څه هم، جنرال کیمبل دا و نه ویل چې د ناټو د ځواکونو ماموریت به کله په افغانستان کې پای ته ورسیږي، خو هغه دا خبره وکړه چې دوی به ضرورتونو ته ګوري او د ضرورتونو په اساس به خپله تګلاره برابروي.

جنرال کیمبل وویل چې په دوامداره توګه د افغانستان د وضعیت جاج اخلي او امریکا به د ناټو د نورو هیوادونو سره په مشورې دا معلومه کړي چې په ۲۰۱۶ کال کې او د ۲۰۱۶ کال نه وروسته به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو رول څه وي.

جنرال کیمبل او د هغه سلاکار مت شیرمین د بروکینګز په انستیتوت کې دا خبره هم وکړه چې دا «یو ستراتیژیک فرصت» دی چې افغانستان غواړي چې د نړیوالې ټولنې برخه وي.

په افغانستان کې د ناټو قوماندان وویل چې د دغه کار لپاره افغانستان د امریکا مرستو ته ضرورت لري او بې له نړیوالو مرستو دغه کار نه شي کیدای.

XS
SM
MD
LG