د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په ښوراوک او ریګستان کې کلنیکونه جوړیږي


د کندهار د ښوراوک او ریګستان ولسوالۍ د طالبانو به لاس کې دي
د کندهار د ښوراوک او ریګستان ولسوالۍ د طالبانو به لاس کې دي

د کندهار د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي چې د عامې روغتیا وزارت په نظر کې لري چې د کندهار د ۳۰ کلنیکونو څخه شپږ یې په ښوراوک او ریګستان کې جوړ کړي.

دغه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي. طالبانو څه موده مخکې په دغو ولسوالیو کې د واکسین د کمپاینونو په خلاف بندیزونه لګولي وو.

طالبانو ویلي یې وو چې په دې شرط به د واکسین کمپاینونو ته اجازه ورکړي چې په دغو ولسوالیو کې کلنیکونه جوړ شي.

څه موده مخکې، طالبانو په دغو دوو ولسوالیو کې د پولیو د واکسین په کمپاینونو بندیز ولګوی او دا شرط یې پریښودی چې په دغو ولسوالیو کې دې کلنیکونه خلاص شي.

مخکې، د کندهار امنیتي چارواکو د دې لپاره د روغتیایي کلینیکونو د جوړولو مخالفت کاوه. چارواکو ویل چې د کلنیکونو څخه د دولت وسله وال مخالفین استفاده کوي.

خو اوس د منځګړو او نورو ادارو په واسطه، د ستونزې حل ته پام اړولی دی.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظر محمد ویلي چې د نړیوال سره صلیب، ځايي ولسي مشرانو او ځیني نورو بیطرفه ادارو په مینځګړیتوب د روغتیایي کلینیکونو د رغولو په برخه کې له وسله والو طالبانو سرهد دغې ستونزې حل ته نږدې شوي دي.

ډاکټر نظر محمد وویل د عامې روغتیا وزارت په کندهار کې د یو شمیر روغتیايي مرکزونو د جوړول پلان لري چې په ښورابک او ریګستان ولسوالۍ هم پکښې شاملې دي.

«پخپله د عامې روغتیا وزیر دا منلې چې په کندهار کې ۳۰ سب سنټرونهجوړ کړي چې پنځه یا شپږ کلینیکو به د ښوراوک او ریګستان په ولسوالیو کې وي او دا ستونزه به هم انشاالله ورسره حل شي.»

پر همدې مهال ولسي خلک وايي چې د پولیو د ناروغۍ په اړه اندېښنې لري او په جګړو کې له ښکیلو غاړو غواړي چې روغتیايي پروګرامونه سیاسي نکړي.

د دغې ستونزې له کبله د ډیورنډ کرښې ته نږدې د کندهارولایت په دوه جنوبي ولسوالیو ریګستان او ښوراوک کې تر پنځه زره زیات له پنځو کالونو کم عمره ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې دي.

له دې کبله بله اندېښنه داده چې ممکن د کندهارولایت په چا پيریال کې د پولیو مهار شوی ویروس بیا سر راپورته کړي او پدې برخه کې به د شوي پرمختګونه مخه ونیسي.

ډاکتر فرید احمد پدې هکله وویل: «واکسین څخه باید څوک مخ نیوی ونکړي، ځکه که د کوم هدف لپاره چې ماشومان یې له واکسین څخه محروم کړي دا به دماشومانو د دایمي معلولیت سببشي.»

که څه هم د دولت وسله والو مخالفینو پدې هکله رسنیو ته کومه تبصره نده کړې خو د منځګړو کسانو او ادارو په وسیله يې پر خپل مخکني دریځ ټينګارکړی او یوازېد روغتیایي کلینیکونو د جوړیدو په صورت کې به د واکسین پروګرام ته اجازه ور کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG