د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار د سولې لپاره خپل شرطونه بیا تکرار کړل


حکمتیار په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي دي چې سوله راتلی شي خو بهرني ځواکونه باید د افغانستان نه ووځي
حکمتیار په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي دي چې سوله راتلی شي خو بهرني ځواکونه باید د افغانستان نه ووځي

حکمتیار په یوه نوي ویډیویي پیغام ویلي دي چې «حقیقي او عادلانه سوله» راتلی شي خو «داسې نه معلومیږي چې د سولې په شرایطو دې د کابل حکومت غور وکړي.»

هغه ویلي دي چې د سولې د راوستلو شرایط دا دي چې بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووځي او په ۲۰۱۶ کال کې انتخابات وشي.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ویډیويي پيغام اسوشیټیډ پرېس خبرې آژانس ته ورکړل شوی دی.

د اسوشیټیډ پرېس خبرې آژانس وايي چې په دغه خبرو سره حکمتیار غواړي چې د افغانستان په سیاست کې مطرح پاته شي او خپل نفوذ ولري. خو دغه آژانس وايي چې دا معلومه نه ده چې حکمتیار به څه رول ولوبوي.

آژانس وايي حکمتیار، چې امریکا یې د «نړیوال تروریست» په نامه پيژني او د افغانستان «تر ټولو بدنامه جنګسالار» دی، غواړي بیرته میدان ته راووځي.

دا آژانس وايي، ګمان کیږي چې حکمتیار دې په پاکستان کې وي، خو دغه آژانس دا خبره هم کوي چې د حکمتیار ملګري ټینګار کوي چې هغه په افغانستان کې دی.

د امریکا حکومت حکمتیار د نړیوالو تروریستانو په لست کې شامل کړی دی. هغه د ملګرو ملتونو لخوا هم په تور لست کې شامل دی.

د افغانستان د امنیتي چارو کارپوه، علي محمد علي اسوشیټیډ پرېس خبرې آژانس ته ویلي دي چې اوس حکمتیار خپل خصوصي پوځ نه لري، دا ځکه چې «د هغه زیاتره کسان د طالبانو یا د نورو وسله والو ډلو سره، د داعش په شمول، یو ځای شوي دي.»

ښاغلي علي ویلي دي «افغانان او افغان حکومت به هیڅ کله د هغه پشنهادات و نه مني.» علي زیاته کړې ده چې «هغه خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.»

خو حکمتیار ویلي دي چې «زه په خپل هیواد کې وم او یم او کله چې نړیوال ځواکونه ولاړ شي نو زه به دلته واوسم.» هغه زیاته کړې ده چې، «د خداي په مرحمت، تاسو به ما په کابل کې ووینی.»

XS
SM
MD
LG