د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د ایران د آټومې پروګرام د خبرو مهلت نه غځول کیږي


قم ته نژدې د اورانیمو د غني کولو د یو مرکز تصویر چې د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوی
قم ته نژدې د اورانیمو د غني کولو د یو مرکز تصویر چې د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به د خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د شنبې په ورځ په ژینیو کې ملاقات وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جیف راتکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکا او برتانیا، چین، فرانسه، جرمني او روسیه په خپلو هڅو کې متحد دي چې د بلې میاشتې تر آخره پورې باید یوه موافقه وشي.

راتکي وویل چې « موږ د پوهاوي د اصولو په اړه موافقه وکړه او موږ د تخنیکي جزئیاتو په بشپړولو باندي کار کوو... موږ هیله لرو چې خبرې باید تر خپل وروستي مهلت پورې دوام ولري. او موږ فکر کوو چې موږ به دې هدف ته ورسیږو.»

هغه دا ونه ویل چې که د جون تر ٣٠ مې نېټې پورې کومه موافقه را نه شي، نو څه به پېښ شي.

خو د ایران دولتي مطبوعاتو پرون د ایران د مرکچيانو د هیات د مشر عباس عراقچي له قوله وویل چې کیدای شي خبرې تر ټاکل شوي مهلت واوړي.

هغه وویل چې « موږ په یوه خاص وخت پورې [ځانونه] نه محدود کوو. موږ یوه ښه معامله غواړو چې زموږ غوښتنې را حل کړي. موږ په داسې پړاو کې نه یو چې ووایو خبرې باید ژر تر ژره بشپړي شي. دا خبرې به تر وروستي مهلت پوري دوام وکړي او کیدای شي تر هغه هم واوړي.»

اوس هم په جزئیاتو باندې کار ته ضرورت شته. په جزئیاتو کې دا هم راځي چې د ایران خلاف لګول شوي بندیزونه به کله لېري کیږي.

ایران غواړي چې د وروستۍ موافقې په کیدو سره دې سمدستې بندیزونه لېري کړل شي.

امریکا ویلي دي چې اول باید دا تصدیق شي چې ایران په خپلو ژمنو باندې عمل کوي بیا دې بندیزونه لېري شي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه ای، چې د ایران لخوا د موافقې په اړه وروستۍ فیصله کوي، ویلي دي چې نړیوالو ته به اجازه ورنکړي چې د ایران د پوځي تاسیساتو پلټنه وکړي.

XS
SM
MD
LG