د لاس رسي وړ اتصالات

په پاریس کې به د مځکې د تودوخې د کمولو پلان جوړ شي


د اقلیم د بدلون په اړه به په پاریس کې د نومبر په ۳۰ نیټه د دوو اونیو لپاره پیل شي.
د اقلیم د بدلون په اړه به په پاریس کې د نومبر په ۳۰ نیټه د دوو اونیو لپاره پیل شي.

د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس به د دوشنبې په ورځ په پاریس کې جوړ شي.

تمه کیږي چې په کنفرانس کې ګډون کوونکي به د مځکې د تودوخې سره د مبارزې په برخې کې په یو مشخص پلان باندې سلا شي.

همداراز، د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخې کې به داسې اهداف وټاکل شي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به تر لاسه شي.

د پلان په اساس به هوا ته د کاربن دای اکسایډ د خپریدو کچه به تر نننۍ کچې ډیره کمه وي. خو یو ځل چې موافقه وشي، نو څه باید وشي چې عملي شي.

د امریکا د کانګرس غړی ډان بایر وویل چې «په تیرو څو کالو کې امریکا تر نورو هیوادونو ډیر څه کړي دي چې د کاربن گاز د تولید کچه راکمه کړي. نور هیوادونه هم ډیر کوښښ کوي. زه د پاریس د کنفرانس په اړه خوشبینه یم. حتی چین او هندوستان هم غواړي چې په دې اړه پلانونه ولري.»

خو مشکل په دې کې دی چې ځنګه کیدای شي چې د مخ په ودې هیوادونو سره مرسته وشي چې د انرژۍ دوامداري منابع پیدا کړي.

د جورج میسن د پوهنتون استاد مونا سارفاتي وايي چې د لمر د انرژۍ نه استفاده کیدای شي چې دغه مشکل حل کړي.

هغه وايي چې تر نورو هیوادونو مخ په ودې هیوادونه زیات د اقلیم د بدلون د خطر سره مخامخ دي او د دوی سره باید چې صنعتي هیوادونه مرستې وکړي.

خو دا لا معلومه نه ده چې د اقلیم د بدلون په خلاف د مبارزې لپاره به د پاریس په کنفرانس کې په یوې هراړخیزي موافقې باندې موافقه وشي او که نه.

پاریس او کنفرانس

که څه هم په پاریس کې څه موده مخکې بریدونه وشول، خو د فرانسې حکومت ویلي دي چې د اقلیم د بدلون په اړه کنفرانس به د پلان سره سم د نومبر د میاشتې په ۳۰ نیټه پيل شي او د ډسمبر د میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې به دوام وکړي.

تر اوسه پورې د ۱۴۰ هیوادونو مشرانو او وزیرانو ویلي دي چې په کنفرانس کې به برخه اخلي.

ګډون کوونکي به د کاربن د تولید د کمولو په یوه نوې نړیوالۍ موافقې باندې خبرې وکړي.

په کنفرانس کې به شاووخوا ۴۰ زره استازي او د ۱۳۰ غیر حکومتي ادارو تنظیمونکي برخه اخلي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرهنې سازمان وايي چې د طبعي افتونو ډیریدل د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې د خوړو کمۍ پیدا کړی دی.

دغه سازمان ويلي دي چې هغه طبعي افتونه چې د اقلیم د بدلون له امله پيښ شوي دي په وروستیو کلنو کې د یو نیم ټرلیون ډالرو تاوان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG