د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د داعش د مشرانو په اړه د معلوماتو دپاره انعام ټاکلی


امریکا د عبدالرحمن مصطفی القادولي په اړه د معلومات د ورکولو لپاره اوه میلیون ډالره انعام ټاکلی دی
امریکا د عبدالرحمن مصطفی القادولي په اړه د معلومات د ورکولو لپاره اوه میلیون ډالره انعام ټاکلی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت د ډلې د څلورو مشرانو په اړه د معلوماتو د ورکولو لپاره د ۲۰ میلیون ډالرو انعام ټاکلی دی.

امریکا به دغه پیسې هغه چا ته ورکړي چې د لیک، ایمیل او یا ټیلیفون په واسطه د اسلامي دولت د ډلې د دغو څلورو قوماندانانو د ځای په اړه، چې په عراق او سوریې کې فعالیت کوي، معلومات ورکړي.

عبدالرحمن مصطفی القادولي پخوا په عراق کې د القاعدې مشر و او اوس د اسلامي دولت سره دی. امریکا به هر هغه چا ته چې د القادولي د ځای په اړه معلومات ورکړي، اوه میلیون ډالره ورکړي.

د ابومحمد العدناني او ترخان تیمور ازوویچ باتیراشویلي په اړه د معلوماتو ورکونکي ته به پنځه میلیون ډالره ورکړل شي او د طارق الحرزي د ځای په اړه د معلوماتو لپاره به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې میلیون ډالره ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د عدالت لپاره د انعامونو د ورکولو پرورګرام د دې لپاره نه دی چې هغه کسان چې نومونه یې په لست کې دي ووژل شي. بلکه، په لست کې د هغه کسانو نومونه دي چې باید ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

خو په امریکا کې د دیموکراسۍ د دفاع د بنسټ کارپوه، بېل روجو څرګندوي چې دا ډیره مشکله ده چې دغسې کسان دې ونیول شي.

روجو وویل چې دا کار د دې لپاره مشکل دی چې نومول شوي کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې تروریستي ډلې یې کنټرول کوي او تګ ورته د خطرونو نه ډک دی.

روجو زیاتوي چې که حتا وویل شي چې د بهرنیو چارو د وزارت لست د وژلو لست نه دی، خو حقیقت دا دی چې دغه لست د سي آی اې او یا هم د ځانګړو ځواکونو له نظره د وژلو د لست په څیر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ۱۹۸۴ کال نه راپدیخوا، چې دغه پروګرام پیل شوی دی، ۱۲۵ میلیون ډالره یې د ۸۰ نه د ډیرو کسانو په اړه د معلوماتو د ورکولو لپاره ورکړي دي.

دغه وزارت اضافه کړې ده چې د دغه پروګرام له برکته یې یو شمیر تروریستان بندیان کړي او هم یې د تروریستي پیښو مخنوی کړی دی.

د پروګرام په ویبپاڼې کې راغلي دي چې امریکا تر ټولو ډیرې پیسې، یانې ۳۰ میلیون ډالره، د صدام حسین د زامنو عدي حسین او قصي حسین د نیولو لپاره ورکړي دي.

د صدام حسین دوه زامن په ۲۰۰۳ کال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو سره د ډزو په تبادلې کې ووژل شول.

د ورلډ پالیسي د ژورنال ایډیټر، ډیویډ انډیلمین وویل چې د امریکا حکومت باید د هر هغې وسیلې نه کار واخلي چې تروریستان وپیژني، وې نیسي او محاکمه یې کړي.

خو، انډیلمین زیاته کړه چې د معلوماتو په بدل کې د پیسو د ورکولو په اړه پوښتنې شته.

هغه د مثال په توګه د القاعدې او د اسلامي دولت د ډلې ترمنځ د رقابت خبره کوي. هغه وویل چې کیدای شي چې دغه ډلې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه پروګرام د یو بل د کمزوره کولو لپاره استعمال کړي.

د پروګرام په ویبپاڼې کې لیکل شوي دي چې د هر هغه چا نوم چې په لست کې شاملیږي نو لومړی یې معلومات د امریکا د تحقیقاتو د ادارې لخوا ارزیابي کیږي او بیا یې نوم په لست کې شاملیږي او وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا باید تایید شي.

انډیلمین د پیسې د ورکولو د طریقې په اړه هم پوښتنې لري. خو د چارو دغه دوو کارپوهانو بیا د دغه پروګرام هرکلی په دې کوي چې کیدای شي پروګرام د تروریستي بریدونو د مخنوي لپاره استعمال شي.

خو، روجو وویل چې تر هغو پورې چې امریکا د تروریستانو د ماتولو لپاره یوه موثره ستراتیژي جوړه نه کړي، دا به مشکله وي چې په انفرادي توګه د تروریستانو نیول به دومره موثریت ولري.

XS
SM
MD
LG