د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ په اسلام اباد کې د سولې د خبرو هرکلی وکړ


جاش ارنست ویلي د اسلام آباد مذاکرات د سولې د بهیر ښه پیلامه کیداې شي
جاش ارنست ویلي د اسلام آباد مذاکرات د سولې د بهیر ښه پیلامه کیداې شي

واشنګتن د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې خبرو په سمبالولو کې د اسلام آباد ونډه هم ستایلې ده.

متحدو ایالتونو په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې ستایلي او هغه یې د سولې د راوستلو په برخه کې مهمې بللي.

د سپېنې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وویل " امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلی کوي. دا د سولې د راوستلو په برخه کې یو ښه پرمختګ دی. متحده ایالتونه د سولې او بیا پخلاینې په برخه کې د افغان حکومت لومړیتوب ستایي او موږ دواړه پاکستان ستایو چې د دغو خبرو کوربتوب کوي".

د افغانستان د بهرنیو چارو د معین حکمت کرزي په مشرۍ یو افغان پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی او هلته یې له طالب استازو سره د سولې خبرې پیل کړي دي.

دا په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې لومړی ځل دی چې افغان چارواکي په اسلام اباد کې مخامخ له طالب استازو سره ګوري.

د ولسمشر غني یو ویاند ظفر هاشمي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د سولې شورا د افغان پلاوي مشري کوي. دغه غونډه د سولې د نورو خبرو لپاره یو ښه ګام بلل کیږي.

په افغان پلاوي څلور کسان شامل دي چې د سولې د سولې د عالي شورا دغړي دین محمد نوم هم په کې یادیږي.

داسې ویل کیږی چې د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو یو پخوانی معین ملا عبدالجلیل، په دغو خبرو د دغې ډلې استازیتوب کوي خو، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د غونډې په اړه ناخبري ښودلې.

د خبرو اجنډا

تراوسه افغان حکومت او وسله والو طالبانو د دغو مذاکراتو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د سیاسي چارو یو شمېر شننونکي او د رسنیو استازي ارګ ته وربللي وو چې د سولې په هڅو وغږیږي.

ښاغلي غني د اسلام اباد غونډه یاده نکړه خو ویې ویل چې د سولې په مقدماتي خبرو کې په دې بحث کیږي چې څنګه دواړه غاړې پر یو بل اعتماد وکړی شي، د سولې د مذاکراتو په اجنډا کې مهم مسایل شامل کړل شي او دغه خبرې دوامداره شي.

د ارګ په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر ویلي د سولې مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ وي.

ښاغلي غني ویلي دي چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې په اړه یوه خوله دي او په دغه هېواد کې سوله د سیمې یوه اړتیا ده.

وړاندې هم یو شمېر افغان چارواکو او طالب استازو د سولې په تړاو یو شمېرغونډو کې برخې اخیستې او خبرې کړي، خو په اسلام اباد کې یې لومړی وار دی.

ټاکل شوې چې دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ ختمه شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG