د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: ۶۵ په سلو کې د کابل کورونه سند نه لري


ولسمشر غني نن په کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وویل چې په کم شمیر فاسد مامورین په نړۍ کې د افانانو نوم بدوي.
ولسمشر غني نن په کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وویل چې په کم شمیر فاسد مامورین په نړۍ کې د افانانو نوم بدوي.

افغان ولسمشر له دیني علماوو غوښتي چې په افغانستان کې د فساد د مخنیوي لپاره په جهاد کې دې برخه واخلي.

ولسمشر وویل "له دې بدې پدیدې سره د مبارزې او د محوې لپاره یې سراسري او ملي جهاد اړتیا لرو. دلته له علماوو مننه کوم، چې دغې مهمې موضوع ته پام کوي."

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن په اماني لیسه کې د اداري فساد په وړاندې د علماوو په یوې غونډې کې خبرې کولې وویل، چې د ټاکنیزو کمپاینونو په مهال یې ژمنه کړې وه، چې د کابل ښار هغه کورونه چې غیری قانوني دي او قانوني اسناد نه لري، اوس یې وخت دی چې دا کار وکړي او دغو کورونو ته شرعي قبالې ورکړي.

ولسمشر غني وویل" په څوو اوونیو کې به دننه د هغو جایدادونو چې سند نه لري، د شرعي کولو کار پیل کړو، دا کورونه پوهيږئ په ډېرې خوارئ جوړ شوي دي."

خو ولسمشر بیا د غصب په وړاندې د مبارزې په تړاوو وویل چې د بنیادي غصب مخه به په راتلوونکو څو کلونو کې ونیسي.

ولسمشر وايي، د غصب او فساد میراث ورته پاتې شوی، دا میراث به پاکوي.

د تدارکاتو کمیسیون

ولسمشر محمد اشرف غني په پخوا کې قراردادونه د فساد منبع یاده کړه، وې ویل چې د قراردادونو د څېړنې لپاره یې د تدارکاتو کمیسیون جوړ کړی او ددغه کمیسیون په مټ اته اشاریه پنځه ملیارده افغانۍ سپمېدلي دي.

د ولسمشر غني د معلوماتو له مخې د تدارکاتو کمیسیون دا کړنې ترسره کړي دي :

بررسي شوي پروژې ۳۵۰

د تدارکاتو کمیسیون ته ۲۹۵ پروژې ورغلي

ددغو پروژو ۲۵۲ یې منظور شوي دي

ددغو پروژو ۴۳ یې بېرته مستردې شوي

په ټوله کې ۲۸ پروژې رد شوي دي

د جعل له امله ۲۶ شرکتونه د تدارکاتو نه محروم شوي دي

ولسمشر غني وویل چې د فساد سره د مبارزې لپاره یې اقدامات کړي دي، ولې وخت ته اړتیا لري.

پدغه غونډه کې افغان ولسمشر وویل سږ کال امنیتي ستونزې زیاتې وې او د ملي یووالي حکومت ته یې د اصلاحاتو لږه موقع ورکړې ده.

ولسمشر وویل چې اداري فساد د افغانستان لپاره شرموونکی دی.

افغانستان په نړۍ کې له سلو هغو هیوادونو دی، چې پکې اداري فساد شته دی، افغانستان څو کاله په اداري فساد کې له نورو هیوادونو مخکښ وو

XS
SM
MD
LG